د ناڅاپي ستونزو حل!

یوه مېرمن روژه کې هسک مازدیګر ویده شوه او ماښام نږدې راویښه وه! هیڅ اخلی پخلی یې نه و کړی، سمدستې یې دېګ باندې او په عاجله توګه یې دال تیار کړل، په داسې حال کې چې د خاوند او اولاد یې له دال سره هیڅ جوړه نه وه. یو ځای روژه کې د مازدیګر خوبونه، بل ځای دال تیارول پخپل لاس د مېړه قهر ته دعوت ورکول و او هغه هم په خرپ وپړسیدی!

خو مېرمنې یې ورته وویل: سړیه! لیږ یې ساړه خوره! او صبر هم کوه. تنبلې خو هوښارې مېرمنې له دالو اته لس لوښې ډک کړل، زامنو ته یې ورکړل چې پر ګاونډیانو یې ووېشي، لیږ وروسته یې چې زامن راستانه شول، هر یوه پخپل لوښې کې خواړه راخیستي و، چې ټول راغلل نو پر دسترخوان یې اته لس ډوله خواړه کتار کړل او یو رنګین روژه_مات تیار شو! او دېته د ناڅاپي ستونزو حل وايي!

حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button