نورستان کې د غوزانو ۱۰۰ جریبه عایداتي ځنګل جوړېږي

عزم(شنبه، ۲۸، وری ۱۴۰۰): د نورستان د کرنې ریاست وايي، د مرکز پارون په ګډون یې په اړوند سیمو کې د ځنګلونو د پراختیا او ودې لپاره هڅې پیل کړي دي.

د یاد ریاست چارواکي وايي، د همدغو هڅو په برکت غواړي په دغه ولایت کې د ځنګلونو پراختیا ته زمینه برابره کړي او زیانمن شوي ځنګلونه بېرته ورغوي.«سږ کال د یاد ولایت په مرکز پارون او اړوندو سیمو «ډیوي، کشتکي او چټراس» کې د کرنې ریاست له خوا  د غوزانو ۱۰۰ جریبه عایداتي ځنګلونه جوړېږي.»

د نورستان د کرنې ریاست، ددې ولایت د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار هلې ځلې کوي تر څو تخریب شوي او نوي سیمې په ځنګلونو وپوښل شي او تر څنګ یې له دې لارې د غوزانو تولیدات ډېر کړي.

نورستان په ختیځ کې پروت دی، چې د ځمکې ډېره برخه یې غرونو نیولې او ډېره کمه هواره ځمکه لري. په نورستان کې په طبیعي ډول د ډېرو مېوو ځنګلونه شته، چې هر کال ترې لسګونه ټڼه وچه او تازه مېوه راټولېږي.

پروسږکال د حکومت له لوري نورستان ملي پارک اعلان شو؛ خو تر اوسه دغه ولایت ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button