سپین شعر: پښتو

هغه څوک ده؟
د چا لور ده؟
د چا وينه، د چا خور ده؟
چې په سرو سرو اوښکو ژاړي
سرببره، در په دره
د ژوندون لارو کوڅو کې
په مخ لوڅه
په پښو لوڅه
په زړو څيرو جامو کې
سرګردانه، پرېشانه
په وجود ستړې ستومانه
له خپل ځانه بې خبره
له جهانه بې خبره
د بې رحمه وخت په لاس کې
لېونۍ سپېڅلي غوندې
په ارمان کې د نکریزو
پېغلتوب بایلي زړېږي
په فریاد فریاد غږېږي
چې، اې خلکو!
ړندو خلکو!
ماته وګورئ، زه څوک یم؟
د چا لور او د چا خور یم؟
زما په سر پړونی نه شته
زما لاسونه بې بنګړیو
زما غوږونه بې والیو
آخر ولې آخر ولې؟
يه د وخت زامنو ولې؟
زه بې وسه، بې آسرې نن
زه بې کوره، بې پردې نن
د خپلوانو په لټون تل
د مُراد کچکول په لاس کې
د سوالګرې په شان ګرځم
زه سوالګره؟
زه سوالګره؟
سترګې رڼې کړئ یه خلکو!
د غفلت د تیارو خلکو!
ما هم وپېژنئ خلکو
زه د دنګو غرونو لور یم
زه پښتو یم
پښتنه یم افضل شوق

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button