ورځنی حدیث شریف: د رمضان د مياشتې فضايل

۱ ــ عن أبي هريرة رضی الله عنه، يقول: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: «اذا دخل رمضان فتحت ابواب الجنة، وغلقت ابواب جهنم وسلسلت الشياطين.» (رواه البخاري والنسايی)
ژباړه: له ابو هریره رضی الله عنه نه روايت دي، وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي: کله چې د رمضان مياشت راشي نو د جنت دروازې خلاصې او د دوزخ بندې شي او شیطانان په ځنځیرونو وتړل شي.
شرحه: د حديث مطلب دا دی، چې په دې مياشت کې په نېکو اعمالو اجر او ثواب ډېر ورکول کيږي، ګناهونه او خطاوې بښل کيږي او د شيطان اثر کميږي.
۲ ــ عن أبي هريرة رضی الله عنه، يقول: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: «قال الله عزوجل: کل عمل ابن آدم له الا الصيام، فانه لی و أنا اجزي به، والصيام جنة، فاذا کان يوم صوم أحدکم، فلا يرفث يومئذ ولا یصخب، فان سابه أحد أو وقاتله، فليقل: اني امرؤ صائم.» (متفق عليه)
ژباړه: ابو هريره رضی الله عنه وايي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي، الله جل جلاله وايي: ټول اعمال د ادم د زوی له پاره دي، خو روژه نه؛ ځکه چې روژه يوازې زما لپاره وي (زما د رضا له پاره نيول کيږي) او زه به د دې اجر ورکوم او روژه ډال ده او هر کله چې په تاسو کې چا روژه نيولې وي؛ نو نه دې د فحش خبرې کوي او نه دې بې ځايه چغې وهي او که چا ورته بد رد ويل يا يې د جګړې اراده ورسره لرله، نو ورته ودې وايي: زه روژه يم (له خرابو او بې ځايه خبرو نه مې روژه ده.)
شرحه: روژه يوه ځانګړی عبادت دی، د الله تعالی له پاره دی او ريا او چل په کې نه شته. دغه راز نفس ته په کې مطلقه حصه نشته او د خوراک څښاک نه کولو له امله، له ملايکو سره يو ډول ورته والی دی. د روژې ثواب هم الله جل جلاله په خپله ورکوي؛ خو د نورو کړنو ثواب ملايکې ليکي. همداشان د روژه ډار د خولې بوی له مشکو نه زيات خوشبوداره وي، لکه د شهيدانو د وينو په اړه چې ويل شوي: رنګ به يې د وينو او بوی به يې د مشکو وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button