«په هېواد کې د سټروسو د تولید کچه ۱۳زره ټنو ته رسېدلې ده»

عزم(یکشنبه، ۲۹، وری ۱۴۰۰): د کرنې وزارت وايي، د نورو کلونو په پرتله پرو سږکال په هېواد کې د سټروسو د تولید په کچه کې زیاتوالی راغلی و.

د یاد وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست وايي، په ۱۳۹۹یم کال کې د هېواد په کچه ۱۳ زره او ۲۴۳ مټریک ټنه سټروس، چې پکې کینو، مالټې، نارنج او لیمو شامل دي تولید شوي دي.

«ننګرهار د اووه زره ټنه کینو، مالټې، نارنج او لیمو په تولید سره، د سټروسو تولیدوونکو ولایتونو د نوم لړ په سرکې دی. د ننګرهار په نږدې یوزرو ۵۲ هکټاره ځمکه د سټروسو بڼونه جوړ شوي دي. د نارنجو د تولید په برخه کې بیا کونړ له نورو ولایتونو مخکې دی. تېرکال له دې ولایت څخه ۲۰۰۲ مټریک ټنه نارنج تر لاسه شوي وو. د کونړ په ۲۸۶ هکټاره ځمکه د نارنجو بڼونه جوړ شوي دي. په هېواد کې د سټروسو د تولید له اړخه لغمان او خوست هم درېیم او څلور ځای لري.»

د احصایې او معلوماتو ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په وروستیو کلونو کې د کابل، تخار، بلخ او سرپل په ولایتونو کې هم د سټروسو ونو د نیالګیو اېښودل او پالل دود شوي دي. «د هېواد په کچه په ټولیزه توګه په یوزرو ۹۵۲ هکټاره ځمکه د سټروسو بڼونه جوړ شوي دي، چې له دې ډلې ۶۱ هکټاره یې د کینو او مالټې بڼونه، ۴۱۵ د نارنجو بڼونه او ۴۴۹ هکټاره یې د لیمو بڼونه دي. همدارنګه د روان کال په ترڅ کې د کرنې وزارت له خوا په یوشمېر ولایتونو کې د سټروسو بڼونه جوړ شوي دي.»

که څه هم اوسمهال په ننګرهار، کونړ، لغمان او خوست ولایتونو کې د سټروسو ګڼ بڼونه جوړ شوي؛ خو هېواد ته لا هم ټنونه لیمو، نارنج، مالټې او کینو له نورو هېوادونو واردېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button