د اوسپنیز امیر سپېڅلی داستان!

عنایت الله خاموش
رښتیا هم چې حقیقي او خودمختاره انسانان تاریخ خپله خپلې غېږې ته ورغواړي او په خپله سینه کې یې جذبوي؛ خو په مقابل کې یې بیا ځینې ډېر درانه مصارف کوي ترڅو د تاریخ په حافظه کې د اتل یا غدار په نو ځان ثبت کړي.
دا خبره مې تر دې وکړه چې نن د ۲۱ میلادي پېړۍ د ستر اتل، صوفي، او… د ژوند د مستندو پېښو ژوندی تاریخ چاپ شو. دغه کتاب چې د ثالث عمر په نوم دی د تکړه لیکوال او شاعر قاري عبدالستار سعید له لورې لیکل شوی؛ د امیرالمؤمنین د ژوند ټول جریان خورا په روانه، ساده او داسې بڼه لیکل شوی چې لوستونکی به خاماخا ترې اغېزمن کېږي. او که ووایو د مرحوم امیرالمؤمنین د ژوند داستان د معاصرې نړۍ په بشري و مبارزاتي تاریخ کې هغه زرین باب و الګو ده چې وروسته له پېړیو-پېړیو یې د اسلامي مشرتابه څېره او د حقیقي مسلمانو مبارزینو او مشرانو انځور وړاندې و روح یې تازه کړه.
په معاصره نړۍ کې، په ځانګړې توګه هغه مهال، کله چې د مسلمانانو وروستی د هیلو د را زرغونېدا محور( عثماني خلافت) ړنګ او تقریباً ټولې اسلامي نړۍ ته د کفارو ازادانه لاسرسی او په چارو کې یې په خلاص مټ لاسوهنه پیل شول؛ په اسلامي نړۍ کې نور د دې وس و توان موجود نه و تر څو یو ځل بیا د یوه داسې اسلامي حکومت د بنسټ ډبره کښېږدي چې ټولې چارې یې د لومړۍ هجري پېړۍ په څېر، د قرآن و حدیث په رڼا کې سمبالېږي. مګر د شلمې میلادي پېړۍ د وروستۍ لسیزې په دوهمه نیمایي کې، مرحوم امیرالمؤمنین د حقیقي مسلمانانو دغه ارمان ور پوره کړ او په افغانستان کې یې د لومړۍ هجري پېړۍ په څېر د اسلامي حکومت جوړولو ته راودانګل او هغه و چې په ډېره بریا سره یې تأسیس او فعال هم کړ.
د مرحوم امیرالمؤمنین دغه کار په کفارو او هغه تش په نوم مسلمانانو کې وېره خوره کړه چې ټول وخت یې کفر ته په چوپړ وهلو تېر کړی او له دې لارې د بې شمېره شتو څښتنان شوي، موقفونو ته رسېدلي او نور د اسلام په رسۍ منګولې لګول ورته ناشوني و. دوی د دې لپاره چې یو ځل بیا په نړۍ کې اسلامي خلافت، حکومت او یا امپراطورۍ په پښو ونه درېږي او یو ځل بیا د اسلامي حکومت سرحدات تر هسپانیې، ایټالیې و امریکې ونه رسېږي او د دغه پر مادیت مینو او کفر ته ژمنو، مادي او دنیوي ګټې په سیند لاهو نه کړي؛ په افغانستان کې یې د مرحوم امیرالمؤمنین تر مشرۍ لاندې د اسلامي حکومت(امارت) د راپرځولو په موخه د پلانونو په جوړولو پیل وکړ. دوی هغه مهال د سپتمبر د ۱۱مې پېښې نه په استفاده مرحوم امیرالمؤمنین یا اسلامي حکومت/امارت ته د بهانه جویي په موخه امریکا ته د شیخ اسامه ور سپارل بهانه کړل او ویې ویل چې که دوی ته ور ونه سپارل شي، دوی به د اسلامي امارت د را پرځولو په موخه د افغانستان سرحداتو ته پښه ور دننه کړي او هلته به د خپلو پېرل شویو اجنټانو په مرسته اسلامي امارت ړنګ او په ځای به یې تش په نوم داسې اسلامي حکومت رامنځته کړي چې یوازې نوم به یې اسلامي وي؛ نور ټول کارونه به یې د غرب تر امر لاندې د هغوی په خوښه او د هغوی د مفکورې مطابق سرته رسېږي. په دغه وخت کې هم مرحوم امیرالمؤمنین په ډېره حوصله او تدبیر سره، د وخت له زبر ځواک څخه و غوښتل ترڅو له شیخ اسامه څخه د د دوی د ادعا د اثبات لپاره په افغانستان دننه د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې څېړني وشي او که مجرم و هم دوی به د خپلو قوانینو په رڼا کې چلند ورسره کوي؛ خو لکه چې مرحوم امیرالمؤمنین ویل د دوی موخه افغانستان ته راتګ او دلته د اسلامي حکومت ړنګول و، مرحوم امیرالمؤمنین یې هم ښه به نره ځواب ووایه او دا لومړی ځل و چې یو کمزوری خو اسلامي هیواد د نړۍ یوه زبر ځواک او سوپر طاقت ته د دې لپاره چې له غرور څخه یې واچوي هم د سولې و مفاهمې او هم د جګړې بابونه خلاص کړل، چې دا په معاصر تاریخ کې لومړی اسلامي پاچا/امیر و چې د نړۍ زبر ځواکونو ته یې ښه په نره ځواب ورکړ.
د مرحوم امیرالمؤمنین دې کار په نړۍ کې غوغا جوړه او اسلامي مبارزینو ته یې نوې روح ورکړه. همغه و چې مرحوم امیرالمؤمنین ته د اسلام ځلانده تاریخ په خپله سینه کې د یوه اتل په توګه د ساتلو بلنه ورکړه او مرحوم امیرالمؤمنین یې په خپله سینه کې د یوه اتل او اسلام ته د ژمن مشر په توګه ثبت کړ. د هغه مشر په توګه، کوم چې د اسلامي تاریخ بنسټ اېښودونکي و او په خپل قلمرو کې یې هیچا ته د لاسوهنې اجازه ورنکړه او نه یې هم چاته د تمې لاس اوږد کړ.
د مرحوم امیرالمؤمنین دې کار، نه یوازي دی یې د حقیقي افغانانو په زړونو او افکارو کې د الګو په توګه ثبت او بېساري مینه یې ورسره وکړه، بلکې د نړۍ په هر ګوټ کې د ده داستانونه او کیسې بیانېدې. حتی تر دې چې دښمنانو یې هم په اتلولي، اخلاص، ژمنتیا او… شاهدي ورکړه. دې اوسپنیز امیر ښه په نره له امریکا او نورو اشغالګرو سره ډغره وهلو ته را ودانګل او د دې پرځای چې هغوی ته سر خُم کړي، له هغوی سره د مقابلې لاره غوره کړه. سیده مخ پر غرونو وخوځېده او خپلو ټولو مجاهدینو ته یې هم دا توصیه وکړه ترڅو په نوې بڼه جګړه پیل او یو ځل بیا د نړۍ یو بل زبر ځواک په ګونډو کړي. چې دا دی نن د ده په نشتون کې همغه ورځ رانږدې شوي ترڅو د نړۍ زبرځواک ټیټې سترګې او مړه غوږونه له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو او د افغانستان په چارو کې د لاس نه وهلو تړون کوي چې دا خپله د یوه ستر انسان په دور اندېشۍ دلالت کوي.
چې خبره اوږده نشي راځم اصلي خبرې ته؛ مرحوم امیرالمؤمنین اوس د تاریخ هغه دنګ منار او سپېڅلی سپاهي دی چې مودې وروسته به یې داستانونه په افسانوي کیسو بدلېږي او په نړۍ کې به د احمد خان، میرویس خان، اکبر خان، ایوب خان او نورو اتلانو په څېر د اتلولۍ هارونه په غاړه ظهور کوي او راتلونکي نسلونه به یې د خپلې ازادۍ یو داسې اتل بولي چې په خپله ټوله واکمنۍ او امارت کې یې نه د ځان مشهوره کولو لپاره چاته د ده په اړوند د څه لیکلو وویل او په دې لاره کې یې د ځينو په څېر د بوجیو پیسو د مصرف لافه ووهله او نه یې هم دا خوښوله ترڅو خلک یې په لوی نامه یاد کړي. یو ساده باده، صوفي، خړپړ او د ځان له سمبالښته لرې انسان و. چې بلاخره د ده دغه ساده توب و صوفیتوب، د ده په نشتون کې د ده د کاروان لارویان په دې مکلف کړل ترڅو د ده د ژوند حقیقي و مستندې پېښې د تاریخ حافظې ته وسپاري او د یوه کتاب په بڼه یې د خلکو تر اذهانو ورسوي.
دا کار که څه هم په اوسنۍ موډرنه نړۍ کې خورا اسان برېښېده؛ خو دا چې مرحوم امیرالمؤمنین لکه د سل کاله پخوا اتل په څېر ژوند یې د اوسنۍ عصري نړۍ له ټولو وسایلو لرې، مګر په ټولو روزمره مسایلو آګاه تېر کړی و؛ د هر چا د وس خبره نه وه ترڅو په اړه یې کره او داسې مستند مالومات راټول کړي چې هم د وخت تقاضا وي او هم د خلکو غوښتنه. دې سخت کار ته درانه ملګري او پیاوړي لیکوال قاري عبدالستار سعید صاحب اوږه ورکړه او له څوکلن ستړي کار وروسته یې دا دی د مرحوم امیرالمؤمنین د ژوند حقیقي داستان، ژوندی تاریخ او د امارت انځور د تاریخي کتاب په بڼه ټولنې ته وړاندې کړ. دې کتاب مرحوم امیر په هر اړخیزه توګه څېړلی او راتلونکو تاریخ لیکوالو ته د لومړي لاس مالوماتو په توګه وړاندې شو چې هغوی ورڅخه په خلاص لاس او پرته له کوم ابهام نه استفاده کولای شي. دا کتاب که څه هم د ثالث عمر په نوم دی؛ خو موږ یې د اوسپنیز امیر سپېڅلی داستان هم بللای شو.
په پای کې د دې تاریخي اثر د چاپ له کبله ښاغلي قاري صاحب، د مرحوم امیرالمؤمنین د کاروان ټولو لارویانو او ټولو هغو ته چې د دې کتاب په غني کولو، تدوین او… کې یې مرسته کړي؛ مبارکي وایم!
الله تعالی دې د مرحوم امیرالمؤمنین او شهید امیرالمؤمنین په ګډون د ټولو مجاهدینو ستړیاوې قربانۍ او تکلیفونه قبول او د تکلیفونو په بدل کې دي یې په سترو انعاماتو ونازوي وي!
امین یارب العالمین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button