هغه در چې بيا بيا مو غواړي!

ليکوال: مولوي وقايت الله وقار
(ليکنه په غور ولولئ، ځان کې به تغيير احساس کړئ)

د رسمياتو او مادياتو په اوسني توپان کې شايد دا در بې ساری وي چې نه لکه د اوسنۍ نړۍ مروج رسميات لري او نه هم د مادياتو لاسپوڅي يې شاوخوا ته تاوېږي….
دا به نو وړه تشبېه وي چې ووايو، له زرګونه درونو غوره دی، په لکونو فضيلت لري او په کروړونو دروازې ېې په وړاندې هيڅ دي، اصلا له دغه در سره د نورو درونو پرتلنه عقلا ممکنه نه ده، عرفا هم رد ده او شرعا خو هسې هم ترې مونږ منع يو.
په زلميتوب کې د ځوان لويه هيله نوی ژوند وي او دغه د نوي ژوند هيله ډېر زر پوره کېږي، کال دوه لا تېر نه وي چې د ماشوم پالنې روحيه ېې په څپو شي او هغه بيا د پلارولۍ په امېد وي، مګر يو وخت داسې راځي چې د خپل يوه ماشوم لپاره ډول ډول کارونو ته لاس اچوي، څو ماشوم ېې وژغورل شي، وپالل شي او ښه رالوی شي؛ خو کله چې د ژوند د ځوانۍ په درشل همدغه ماشوم پښه کېږدي او هسې ترې کوم قدم ښويه شي؛ نو د هغه خوږ پلار زړه ډېر زر موړ شي، چې په لسګونو کلونو انتظار ېې ورته کړی وو او هغه خوږه مور چې د جهان په منځ کې د عاطفې او بې غرضه مينې مثال ګڼل کېږي، يو دم بدله شي او د خپل پروني خوږ ماشوم په لور بيا د مينې او عاطفې نظر نه کړي، بلکې نفرت ورسره اخلي… که ځوان ځير شي او بيا خپل اصلي مزل ته وګرځي؛ نو څه موده بعد ورسره بېرته مور او پلار يو کېږي، مګر تر څه مودې پورې ېې بيا هم د والدينو په زړونو د زړې ګناه ګرد پروت وي او ډېر کله د هغې په ياد زورېږي….
او که خدای مه کړه ځوان په بيا بيا توګه خپلو جرمونو ته مخه کوي، برابره خبره ده چې توبه کاږي او که نه؛ نو ډېر زر يوه داسې پړاو ته داخلېږي چې بيا د مور او پلار د عفوې قلم د هغه په اړه خپل رنګ نه تويوي او د هغه د بښنې عريضه بيا نه پاس کېږي، همداسې په بې لارۍ پاتې شي، يا په ځوان د اجل داعي رامخکې شي او يا هم پلار او مور د ژوند پور پرې کړي او په ډېره ناامېدۍ د خپلو امېدونو ټولګه په دنيا کې په داسې حال کې پرېږدي چې هغه له دوی او دوی له هغه ناراضه وي.
… او زمونږ په ټولنه کې خو د والدينو له خوا (عاق) مشهور دی.
په انساني دنيا کې دا کار ډېر دی او دلته چې کوم مثال ذکر شو، دا نو د هغه تر ټولو نږدې رابطې دی، په نړۍ کې به د مور او پلار له اړيکې زياته نږدې اړيکه بله نه وي، کله چې له دوی سره د بد تعامل نتيجه ډېره سپکوونکې ده؛ نو له نورو وګړو سره خو په طريق اولی ډېره بده او زوروونکې ده.
زمونږ په اوسني جهان کې نن يوه عرفي خبره د رسمياتو هم ده، که څومره ضروري کار دې هم وي؛ خو بايد په رسمياتو کې د بنده ګانو در ته ورشې او هغوی که دې د مور بچيان هم شي؛ خو چې رسميات خلاص وي، يا به ېې اداره کې ونه مومې او يا به هم تاته په لسګونه بهانې وايي او کار به دې سبا ورځ ته ځنډوي… هغوی خو لا ډېر دي چې له رسمياتو مخکې ېې ادارو ته قلفونه اچولي وي.
او که لږ دا خبره نوره هم واضحه کړو، کېدای شي د ورور نمونه ېې ښه وي، په عامو خبرو کې به تاسو له ډېرو اورېدلي وي، چې ته مې ورور ېې، وروره، څنګه ېې؟ د ورور په څېر راباندې ګران ېې، د ورور مينه راکوې او… مګر که دې تشريفاتي خبرو ور تېر شو او د حقيقي ورورۍ ننداره وکړو، هغه هم ډېر زر تسليمي کوي او په ډېرو وړو خنډونو درېدای او حتی ختمېدای شي.
تاسو وګورئ او شايد ډېر مو ليدلي وي چې دوه سکه وروڼه چې په يوه زانګو رالوی شوي وي او د يوه مور او پلار اولاد وي، کله چې يو پکې بې وزله او بل بډای شي؛ نو د دواړو وروري تر هغې پورې ټينګه پاتې کېږي چې تر څو پورې دغه غريب له شتمن څخه څه غوښتي نه وي، مګر دغه تر ټولو خوږه او نږدې اړيکه هم چې دوه درې ځلې پکې د غوښتنو وار راشي، ډېره زر پيکه کېږي او آن ددې بې شمېره بېلګې شته چې په دښمنۍ بدله شوې ده.
دا د بشري جهان د کورنۍ رابطې تر ټولو نږدې نمونې دي، چې که له دومره نږدېوالي سره سره هم څوک پکې په تکراري شکل اشتباهات کوي او يا په بيا بيا توګه ترې مطالبې لري؛ نو ګناهونه ېې نه بښل کېږي او غوښتنې ېې په ستغ ځواب رد کېږي، مګر له دې ټولو درونو ور آخوا يو بل در شته چې داسې نه دی.
دا در يو ځل نه، دوه ځل نه، درې ځل نه، بلکې د لسګونه، سلګونه، زرګونه، کروړونه، بلکې بې شمېره ځلې ورتګ حوصله لري او د همدغومره وار غوښتنو وس او ځای پکې موجود دی، دا در له اته تر څلورو بجو نه وي، بلکې د ژوند هره شېبه ددې رسميات دي او بالکل پکې د رخصتۍ ورځ نه شته، ددې در د روازې بندېدل خو ناشوني دي.
تر هغې پورې چې يو مکلف بنده په زوره په ځان دا در رابند نه کړي، دا در ورپسې نه بندېږي… او ددې در خاوند يو عادي کس نه بلکې د پاچاهانو پاچا او د پاچاهانو خالق دی.
د الهي در دروازه خلاصه ده او هر وار، هره شېبه د جوړې اعلانونه خپروي، هره ثانيه په حقيقت کې ددغه در استازې ده چې د حال په ژبه له دغه دره ټولو مرورو ته د پخلاينې آواز کوي او ورته وايي چې د مينې او رحمت دغه دروازه يوازې ستاسو په انتظار لا هم خلاصه ده او لا هم تاسو ته د روغې فرصت شته.
ددغه در مالک دومره د حوصلې خاوند دی چې لاپخوا ېې ويلي وه چې که د چا ګناهونه دومره زيات شي چې د ځمکې ټول مخ پرې راګېر کړي؛ خو که دغه در ته ودرېد او يو وار ېې هم وټکاوه؛ نو ډېر زر به ورته خلاص شي او ډېر زر به له رحمتونو برخمن شي.
ددغه در خاوند په تفضلي شکل په ځان رحمت لازم کړی دی او ليکلي ېې دي چې زما رحمت زما په غضب مخکې دی.
هرڅه په حقيقت کې په همدغه در کې دي؛ خو کاش چې بشر دغه در هېر کړی نه وای، ربه، ستا د در لېواله يو، ته مو په خپله مينه کې ونغاړه او ته مو د دنيا او آخرت مل شې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button