کابل کې د اردو یو افسر وژل شوی

عزم(سه شنبه، ۳۱، وری ۱۴۰۰): د کابل ښار امنیتي چارواکي وايي، نن سهار د دغه ښار په ۱۲مه حوزه احمد شاه بابا مېنه کې د اردو یو افسر د ناپېژانده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

د امنیتي چارواکو په خبره، وژل شوی افسر د محاربوي ګډو تعلیماتو قومندانۍ مدیر نقیب الله نظري او د ده موټر چلوونکی عبدالحکیم سروش هم وژل شوي دي.

تر اوسه د نوموړي د وژنې مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم د کابل پولیسو د وژونکو د نیولو په اړه څه ویلي دي.

په کابل کې له تېرو څو ورځو راهیسې هدفي وژنې کمې شوې وې.

له دې وړاندې هم په کابل کې ورته ګڼ بریدونه شوي، خو مسوولیت یې تر اوسه هېچا هم نه دی منلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button