ورځنی حدیث: د روژې شفاعت

عن ابن عمر رضي الله عنه، قال رسول الله صلی الله علیه وسلم، الصیام و القران یشفعان للعبد،
یقول الصیام ای رب انی منعته الطعام والشهوات بالنهار فشفعنی فیه،
ویقول القران منعته النوم باللیل فشفعنی فیه فیشفعان.
رواه بیهقي و مشکوة
له عبدالله بن عمر رضي الله عنمها روایت دي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «روژه او قران کریم به د مومن شفاعت کوي،
روژه به وايي: اې زما ربه! ما دا سړی د ورځې له خوراک او نورو لذتونو نه منع کړی و، نو اې ربه د دې سړي په اړه زما شفاعت قبول کړه،
او قران کریم به وایي: چې ما دی د شپې له خوب نه منع کړی و یعنې: (خوب یې پریښی و او لمونځ کې به یې قران کریم ویلو) اې خدایه د دې سړي په اړه زما شفاعت قبول کړه».
نو الله تعالی به د دواړو سفارش قبول کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button