ویډیو: کله چې جنرال رازق ملا محمد عمر او ملا دادالله ”ډېر ښه مجاهدین“ وبلل

عزم (یکشنبه، ۵ غویی، ۱۴۰۰): په ۲۰۱۶ز کال کې د برهان الدین رباني د ترور د پنځم تلین مراسمو د کندهار د هغه وخت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق غوسه کړ. جنرال عبدالرازق د همدې کال د اکتوبر په اوله له رسنیو سره په خبرو کې ملا محمد عمر مجاهد او ملا دادالله ”ډېر ښه او سپېڅلي مجاهدین“ وبلل.

جنرال رازق وویل چې ملا محمد عمر مجاهد په هېواد کې د ملوک الطوایفي په ورکولو سره هېواد ته ”تر هر چا ښه خدمت او مقاومت“ کړی دی. نوموړي د پاټکسالارانو پر ضد د ملا محمد عمر مجاهد او طالبانو پاڅون وستایه او ویې ویل، ”که جهاد وي، نو ملا محمد عمر تر ټولو ښه جهاد کړی دی، دا وطن یې له هغو پنځو حکومتونو چې یوازې په کابل کې وو خلاص کړی دی – چې په هغه کې زه هم وم، هغه د شروفساد په اداره کې زه هم وم. زه هم په دا خپلو کارونو پښېمانه یم چې ما بد کار کړی دی“.

جنرال رازق همداراز هغه وخت په لویه جرګه کې د حامد کرزي سپکاوی هم وغانده او ویې ویل تر ټولو ستره غلطي پخپله کرزي وکړه چې دا ”نااهل خلک یې راپورته او غټ کړل.“

نوموړي په خبرو کې تکرارًا د طالبانو له ځواکونو کولاب ته د هغه وخت د شمالي ټلوالې د جنګیالیو تېښته یادوله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button