: امریکا خپله ماته ومنله !!!

لیکوال :شهاب لیوال
امریکا په افغانستان کې خپل پوځي ماته ومنله، په افغانستان کې د یرغلګرو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال سکاټ میلر، ویلي چې یرغلګرو ځواکونو په هېواد کې د بېسونو تخلیه کول پیل کړي دي.
سکات میلر نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، ”زموږ د یو شمېر بېسونو تخلیه کېدل پیل شوي دي. موږ به خپل ټول پوځي بېسونه کابل ادارې ته وسپارو“
هغه همدا راز وویل چې “موږ افغانستان پریږدو او هیله مو ده چې افغان سیاسي جهتونه سره مشورې ته ورسي او په یو متحده نظام سره جوړ راشي.

له بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جیمز بېکر د جوبایډن له لوري له افغانستانه د عسکرو د ایستلو پرېکړه ستایلې ده.
نوموړي ویلي، د عسکرو ایستل پر ځای اقدام دی او هوښیاران نور پر افغانستان کار نه لري.
د بېکر په خبره، له افغانستان څخه د عسکرو ایستلو پرېکړه یوه زړه‌ور اقدام و.« افغانستان د ټولو بهرنیو عسکرو لپاره خطرناک هېواد دی او څومره ژر چې له دغه هېواده امریکايي عسکر ووځي د امریکا په ګټه دي.»
بېکر زیاتوي، افغانستان په وچه کې حصار دی، پېچلې لارې او درې لري او هوښیاران له دغه هېواد سره کار نه لري. «د عسکرو د ایستلو په اړه د بايډن پرېکړه ستایم او له زړه ورتیا ډک اقدام یې بولم.

همدا شان د سي آی اې مشر په پټه افغانستان ته سفر کړی موخه یې افغانستان کې د ۰۱،۰۲،۰۳،۰۴ قطعاتو سپارل کابل ادارې ته او همدا شان یادې ادارې ته ډاډ ورکول وه .

امریکا دوحې تړون ته ژمن بریښي او له حالاتو یې داسې جوته کیږي چې دوي په هر آن له افغانستان په وتلو کې ټینګار لري.

د امریکا له وتلو وروسته او د هیواد په ګڼو سیمو کې د جګړو ډیروالی ، ولس له ګڼو پوښتنو سره مخ کړی ! آیا د هیواد وضعیت به نویمې پیړې ته وروکرځي؟ او همداشان که چیرې هیواد کې دننه سیاسي اجماع رامنځ ته نشي ؛ بیا به کورنی جګړې پیل شي؟

کومه قربانی چې افغانانو ددې هیواد د آزادی لپاره ورکړې ضایع کیږي نه، پرته له کابل ادارې، اکثر سیاسي احزاب او ګونډونه له اسلامي امارت سره په اسلامي نظام باندي سلامشورې ته رسیدلي.
نویمې پیړې کې افغانستان په وړو نظامونو ویشل شوی وه هر ګوڼد ځان ته نظام او حتی نوټونه درلودل. هرچا د هیواد د مالکیت دعوه کوله؛

خو اوس وضعیت بلکل توپیر لري. اسلامي امارت په ټول هیواد کې واکمن او حاکمه نظام ده. کابل اداره د امریکا له مالي او نظامي مرستې پرته یوه هفته هم دوام نشي کولی کله چې امریکا په څیر سوپرځواکه قدرت خپل ماته مني ، نو آیا دا به معقوله وي چې د هغوی لاسپوڅي دې د قوت او قدرت ټټر ووهي.
کابل اداره کې ټولو کارکونکو ته ښه فرصت ده، ترڅو له خپل شخصي ګټو تیرشي د هیواد علیا ارزښتونو ته درنښت په خاطر د غني او محب له دفاع نه دې لاس واخلي سولې او پخلاینې ته کار وکړي، وروسته به همدا فرصت هم نلري .
له دې وروسته نه هوایي معاشونه شته او نه استخباراتي انجوګانې ترڅو دوي ځینې مالي ګټې لاس ته راوړي .

امریکایان له شل کلنې ستړې کیدونکې جګړې وروسته بیرته خپل ټاټوپي ده ستانه کیږي دا به ښه وي چې ددوي افغاني ملاتړي هم ځان باندې زړه وسوزوي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button