پرو سږکال په هېواد کې ۲زره ټنه سویابین تولید شوي وو

عزم(دوشنبه، ۰۶، غويي ۱۴۰۰): د کرنې وزارت وايي، په ۱۳۹۹یم کال د هېواد په کچه یو زرو ۹۹۷ مټریک ټنه سویابین تولید شوي وو.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، کاپیسا د ۹۳۰ ټنو په تولید سره تر ټولو ډېر تولید درلود. په دې ولایت کې تېرکال په ۶۲۰ هکټاره ځمکه سویابین کرل شوي وو.

د سویابینو په تولید کې بلخ، هرات، ننګرهار، پروان، تخار، بغلان، کندوز، لغمان او هلمند هم مهمه ونډه لري. په ټولیزه توګه د هېواد په کچه په یوزرو ۶۲۴ هکټاره ځمکه سویابین کرل شوي وو.

سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.

د سویابینو کرکېله په ۲۰۰۳ ام کال کې دود شوې ده، چې اوس په یو مهم کرنیز توکي بدل شوې او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کرل کېږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سویابینو د ترویج او پراختیا په پار په مرکز او ولایتونو کې بزګرانو ته د سویابینو ننداریزې کروندې هم جوړېکړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: