فاتح ځواک، که دافغانانو نوي اسلامي فوځ!

داکتر بلال محمدي
داسلامي امارت فرهنګي کمیسیون ترنظارت لاندې دالهجرت سټوډیو نوی فلم (فاتح ځواک) مې وکتلو
فلم په څو برخو ویشل شوی ټولې برخې جالبې دي خصوصاً دفاتح ځواک مجاهدینو د تمریناتو برخه په دې برخه کې نظامي مجاهدینو ته په حیرانونکي او خطرناک ډول تمرینات او نظامي تعلیمات ورکړل شوي په یوه صحنه کې ښکاري چې دهیواد نوی فوځي ځواک (فاتح ځواک) درسۍ په واسطه له یوې ساحې څخه بلې ساحې ته حرکت کوي همدا ډول په اوبو کې په جالب اوحیرانونکي ډول دتمریناتو په حالت کې لیدل کیږي
دالهجرت سټوډیو دا اصدار بیخي شهکار او له جالبو سحنو ډک دی چې پرته له شکه دا ډول تمرینات او حرکات له دې مخکې دمجاهدینو له خوا نه وو ترسره شوي
داتمرینات دسیمي دپرمختللي فوځیانو په سطحه تمرینات او حرکات دي
سړي ته دمظلومو مجاهدینو هغه وخت سترګو ته نیغ شي چې په یوه ټوپک به دوه تنه مجاهدین سره شریکان وو دالله تعالی مرسته اونصرت بیل شئ ده نن هغه کمزوری خو په ایمان قوي او پوره مجاهد تقریباً دهر ډول نوې مجهزې اسلحې او ټیکنالوجي څخه برخمن دی
هم هغه ډول لکه څنګه چې دمکې معظمې څخه مسلمانو په تش لاس هجرت وکړ په تش لاس او کمو وسایلو بیرته دمکې معظمې دمشرکینو خلاف راپورته شول دالله په امر دالله په لار کې وجنګیدل ترهغو چې یو وخت همدې تش لاسو مسلمانو مجاهدینو دروم او فارس امپراطوري له منځه یوړلې هغه امپراطورۍ چې له پیړیو پیړیو څخه یې واک او ځواک روان وو
نن دفاتح ځواک تمریناتو دانځور په لیدلو مې دمجاهد طالب هغه مظلوم حالت سترګو ته راغی چې په خپل کور او کلي کې چا ژوند کولو ته نه پریښود
حتا داسې وخت مې یاد دی چې مومینانو مسلمانو دطالب او مولوي نوم په خوله نشوئ اخیستلی ویریدل چې اوس به ایمان پلورنکې زما له دې خبرو سره نور څه وتړي او امریکایانو ته به مې جاسوسي وکړي هغوی ته دزندان یامرګ اخیري اخطار ورکړل شوئ وو
خو دهمدې ځوانانو (فاتح ځواک) برکت دی چې دافغانستان په اړه هر یوه مسئله له دوی(اسلامي امارت له استازو) له ګډون پرته نیمګړې وي ښه مثال یې دا تازه تازه دترکې ناسته ده چې څو ځله ورته دناستې او کنفرانس تاریخونه وټاکل شول تر هغو چې دامارت استازو دګډون پریکړه نه وه کړې یو په بل پسې دکنفرانس دجوړیدو تاریخونه شاته اچول ترهغو چې دا غونډه تر نامعلوم وخت پورې وځنډول شوه
دا دفاتح ځواک ځوانانو دقربانیو برکت و/ده
فاتح ځواک یوازې یو نمایشي ځواک نه بلکې دسرښندونکو فدایانو مجموعه ده ،داسلامې امارت زړه او دماغ دی، دهیواد دسرحدونو او ولس دبرم او دعزت دساتنې یو فوځ دی چې دنړۍ خصوصاً دافغانستان مومینان یې دقربانیو مدیون دي
دخپلو سرونو په نذرانه یې افغان او مسلمان ولس ته ډیرې سترې بریاوي ورکړې
هغه ځواک چې ددښمن په پټنځایونو کې دښمن ته درانه مالې او ځانې تاوانونه ورسول اخیر یې صلیبي دښمن له خپلې خاورې څخه تښتې ته مجبور او دښمن په خپلې ماتې اعتراف وکړ
داچې خبره راڅخه بل خوا لاړه نشي بیرته اصلي خبرې ته راګرځم فاتح ځواک ځوانان دافغانستان راتلونکې ساتونکې او فوځیان دي دوی به دافغانستان له مسلمان ملت او اسلامي سرحدونو څخه په میړانه او اسلامي مینه دفاع کوي که په لنډو ټکو کې ووایم ځینو ته به دالهجرت سټوډیو دا نوی اصدار یو نمایشي او تمریناتي کار ښکاري خو زه ورته دافغانستان او مومینو مسلمانو دیوه ښه راتلونکي برم او عزت دساتونکو په سترګه ګورم او دافغانستان دراتلوتکې اسلامي نظام دنافذونکې ګڼم
داچې داسلامي امارت مجاهدین په معنوي لحاظ په دیني روحیه او لارښونو روزل شوي دفاتح معسکر له خوا یې دا ډول نظامي او جسمي روزنه دراتلونکي او روانو ټولو خطرونو مخنیوی په اسانۍ سره کولای شي

 

اصدار د لاندي لينکونو له لاري کتلای او ډاونلوډ کولای شئ

اعلی کيفيت

 

متوسط کيفيت

 

موبايل فارمټ

 

 

 

 


 

HD Quality Medium Quality Mobile Quality

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button