امریکا طالبانو وتلو ته نه ده مجبوره کړې؛ زموږ په غوښتنه وځي: امرالله صالح (ویډیو)

عزم (چهارشنبه، ۸ غویي، ۱۴۰۰): د اشرف غني لومړي مرستیال، امر الله صالح، کندهار ته له اشرف غني سره یوځای د تیرې اوونۍ د سفر پر مهال غونډې ته په وینا کې ویلي و چې د امریکا د وتلو باعث طالبان نه دي، بلکې دا زموږ غوښتنه وه.

نوموړی وايي په سوګند سره وایم چې دوه کاله وړاندې ولسمشر اشرف غني د امریکا جمهور رییس، ډونلډ ټرمپ، ته په لیک کې وویل که تاسې خپل ځواکونه باسئ موږ یې هرکلی کوو، خو یوازې دا له تاسې غواړو چې د عسکرو د ایستلو نېټه له موږ سره شریکه کړئ څو موږ چمتووالی ورته ولرو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button