انسان جوړونه!

فاروق اعظم
انسانان د خپل ځان د ساتلو او هوسایي لپاره چی وس یی وي ښه مجلل کورونه جوړوي، پلني دنګی کلاوي او کانګریټي دیوالونه پرځان راګرځوي او پر خپل شاوخوا مضبوطی پیرې دروي. ځینی خو د ځان د ساتلو لپاره سپی هم کورونو کی ساتي. خو همدغه انسانان د خپل ځان جوړولو او د خپل معنوي وجود ساتلو ته ډیره کمه توجه کوي. د نړۍ تقریبا ټول لوی ښارونه چی وګورئ، مضبوطی کلاوي پر راګرځیدلی دي او ځینی خو یی بیخی محیرالعقول مستحکمي دي. زموږ په کلیو کی همداسی ده. د لوی خان، لویه کلا وي. د باچا کلا تر ټولو غټه او مضبوطه وي. مګر تاریخ ښوولی ده چی همدا ټینګی دنګی کلاوی مصممو یرغلونو ماتی کړی او همهغه ظاهرا خوندي پاچاهۍ یی ړنګی کړیدی. د چین لوی دیوال چی هن له سپوږمۍ ښکاري، چینایانو د خپل سلطنت د دفاع لپاره جوړ کړ؛ خو یرغلګر په دغه دیوال نه دي بند سوي. کله چی احمدشاه بابا د کندهار پر نوي ښار لویه مستحکمه کلا راوګرځول، مور بي بي (زرغونه انا) یی ورته وویل: «بچیه! دا څه کوي؟ زوی یې ورته وویل: دا کلا د ښار او پاچاهی د دفاع لپاره ضرور ده. مور یې ورته کړه، زویه! تا دي خدای دومره نه کمزور کوي چی دښمن دي د کور تر دیواله راټول او دلته دي کلابند کړي. دښمن باید پخپل کور کی ستا څخه وویریږي. همهغه وو چی له ښاره ورووت او تر دهلی ولاړ.
که موږ تاریخ ښه ولولو، دغه ټولي مستحکمی کلاوي، له دننه ماتی سویدي. د پاچا خپلوانو، په دولت کی دننه مامورینو او د کلا پیره دارانو د دښمن سره لاس یو کړی او د کلا د ماتیدو لار یی دښمن ته ورښوولی ده. پښتانه وایی چی د غلو سره د کور څوک مل نه وي، کلا نه ماتیږي. خو ډیرو لږو حاکمانو له تاریخه پند اخیستی دی چی د کلا د جوړولو په نسبت یی په کلا کی د اوسیدونکو انسانانو جوړول مهم ګڼلی وي. که حکومتونه د انسان پر جوړونه سرمایه ګذاری وکړي، نو بیا نه کلا ته حاجت سته او نه به دښمن د خپل په جامه کی پیدا سی چی یرغلګر ته د کلا د ماتولو چل او لار وروښيي. د چین لوی دیوال هروخت له دننه مات سویدی او په نړۍ کی لویی امپراتورۍ اکثره له دننه رالویدلي دي. د کندهار کلا هروخت له دننه ماته سویده. په افغانستان کی شاهی نظام او اولین جمهوریت، دواړه له دننه ړنګ سول. زموږ د وطن ټینګه کلا خپله افغانانو ماته کړه، پر افغانستان د روس او امریکا د تجاوزونو رویباران هم یوشمیر افغانان وه.
موږ تعمیرونه جوړوو او کلاوي دروو؛ خو توجه نه کوو چی هغه د چا لپاره جوړوو او څوک به پکي اوسي؟ دغه سبب دی چی د اکثرو مجللو قصرونو د اوسیدونکو زړونه په ظاهره خوښ ښکاري خو له غمونو ډک وي. دا ځکه تعمیر جوړ سویدی خو کوم انسان چی پکی اوسي هغه نه دی جوړ سوی. لوی علت دادی چی د کور جوړول نسبت د انسان جوړولو ته اسان دي او انسانان اسان کار خوښوي. هیواد او وطن هم همداسی دی. د یو هیواد رودونه، غرونه، معدنیات، دښتونه او ځنګلونه بیله شکه ملی سرمایې دي؛ خو تردغو ټولو مهمه او لویه سرمایه د وطن خلک دي. که د یو هیواد حاکمان نا اهله وي، هغه هیواد به د ټولو شتمنیو سره نه جوړیږي؟ که د یو وطن تعلیمی نصاب ځوان نسل وطندوست جوړ نکړای سی، هغه تعلیم په درد نه خوري او د ټولنه نه په سمیږي. د یو هیواد سره تردغه لویه دښمنی چیري ده چی نر او ښځه یی له علم او پوهی لیري ساتل کیږي؟ او که تعلیم په کیږي، بیا د پردیو په تعلیمی نصاب د هغوی د خدمت لپاره تربیه کیږي.
بله مهمه خبره داده چی که موږ د خپل ولس خدمتکاران، استادان، پوهان او د دین او وطن مدافعین نه تقدیروو، د قربانیو احترام یې نه کوو او په هغوی نه ویاړو، د ځوان نسل څخه د وطندوستۍ، قربانۍ او قهرمانۍ توقع څنګه کوو؟ موږ چی خپل پوهان، ویاړلی شخصیتونه او د وطن مدافعین نه پالو چی راتلونکی نسل ته الګو او مثال سي، بلکی تحقیروو یی، زموږ ځوان نسل به څنګه د خپل راتلونکی نسل لپاره الګو او مثال سي؟ قهرمان او الګو به بل راته جوړوي او زموږ دا به ددوی په تور لیست کی وي څو خلک یی په پله ولاړ نه سي. دغه سبب دی چی موږ هروخت جنګ وکړو، په ډیرو قربانیو هغه وګټو، خو پر اصلی قهرمانانو یی خاوري واوړي؛ پر ځای یې د پردویو ګوډاګیان زموږ ملی قهرمانان معرفي سي. د میوند تر جنګ سمدستی وروسته امیر عبدالرحمن خان د افغانستان پاچا سو چی د میوند د فاتح (محمد ایوب خان) سرسخت مخالف وو. د امیر او د هغه د کورنۍ پنځوس کاله حکومت د میوند د ویاړلی جنګ پر قهرمانانو خاوری واړولی؛ نو ځکه اوس بیله ایوب خان او ملاله نور غازیان څوک نه پیژني. که نه، په زرو انګریزان خو یوازي ملالی نه وه وژلي. همداراز، ښه می یاد دي چی ظاهرشاهی کی به د افغانستان د استقلال ګټونکی محمد نادرشاه بلل کیدی. دا واری هم پنځوس کاله د امان الله خان او د استقلال د قهرمانانو پر نومونو خاوري واوښتې. دغه سبب دی چی زموږ وروستي نسلونه د میوند او د استقلال د جنګونو واقعی قهرمانان ډیر نه پیژنی. په تأسف د روسانو او امریکایانو د تجاوز په خلاف زموږ د ولس د بیساري قربانیو یاد هم همداسی پیکه دی. زموږ په کورونو او دفترونو کی د میرویس نیکه او احمدشاه بابا عکسونه نسته، په عوض کی یی د هغو کسانو عکسونه ځړوو چی نورو راته ښاغلي ښوولي دي. ډیرو کم اهمیته مسائلو ته پیسه، منابع او اراده سته خو د خپل ویاړلی تاریخ ثبت ته هیڅ هم نسته. ترڅو مو د ځان جوړولو ته سمه او جدي توجه نه وي کړي، موږ به همداسی سرګردان یو لکه یو چي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button