ورځنی حدیث: د روژه ماتي بیان

عن ابي هریرة رضي الله عنه، قال: «نهی رسول الله صلی الله علیه وسلم عن الوصال في الصوم» فقال له رجل من المسلمین: انک تواصل یا رسول الله، صال: «وایکم مثلی انی ابیت یطعمني ربي ویسقین». متفق علیه

ژباړه: ابوهریره رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړې ده چې په روژه کې پرله پسې والی (روژه ماته نه کړي او بله روژه ونیسي) نو یو سړي د دې حکم په اورېدو سره عرض وکړ: اې د الله رسوله! تاسو خو په روژه کې پرله پسې والی (افطار نه کوئ) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په تاسو کې څوک زما په شان کېدای شي؟ زه خو په داسې حال کې شپه تېروم چې زما رب په ما باندې خورري او څښي.

شرحه:
ځینې علماء وايي: نهې تحریمي ده، خو ځینې وايي چې نهې تنزیهي ده؛ خو قاضي عیاض وايي: نهې تحریمي ده، ځکه چې روژه ماتی نه کول دا د بدن د کمزورۍ او سستۍ سبب دی او ځکه چې کمزوری او سست انسان د نورو عباداتو نه پاتې کیږي. دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کولو نو هغه مبارک ته الله جل جلاله داسې معنوي طاقت ورکړی و، چې روژه کې پرله پسې والي له امله د هغه بدن نه کمزوری کېده او نه یې اعضاوو کې سستي پیدا کېده، بلکې دا معنوي طاقت به د دې سبب کېده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت او قیام اللیل کې به لا زیاتوالی راتلو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: