په روژه کې درې مهم وختونه!

په روژه کې درې وختونو ته متوجه اوسئ او کوښښ وکړئ چې په دې وختونو کې ذکر او دعا زیات وکړئ او باید یو ګړۍ یې هم ضایع نه شي، هغه درې وختونه دا دي:

لومړی وخت:
د سهار له لمانځه وروسته وخت، دا وخت ډیر برکتي او خورا مهم وخت دی، په یوه حدیث کې راغلې دي چې ترمذي روایت کړی دی: عن انس رضي الله عنه عن النبي صل الله عليه وسلم اْنه قال: من صلى الفجر في جماعه ثم قعد يذكر الله حتى تطلع الشمس ثم صلى ركعتين كانت له كاْجر حجه وعمره تامه تامه تامه.
ژباړه: رسول الله ﷺ وایي: څوک چې د سهار لمونځ په جمعه وکړي، بیا کښیني او الله یادوي، تر څو چې لمر راپورته شي، او بیا دوه رکعته لمونځ وکړي، دې سړي د حج او عمرې هومره ثواب ترلاسه کړ، پوره! پوره! پوره!

نو دا وخت د کال په ټولو میاشتو کې اهمیت لري؛ خو د روژې په مبارکه میاشت کې باید دې غنیمت ته متوجه واوسو.

دویم وخت:
له ماښام مخکې وخت د روژه تي لپاره ډیر مهم دی، که څه هم ډیر خلک دا وخت د روژه ماتي په تیارولو تېروي؛ خو اصلاً باید دا وخت په ذکر او دعا تیر کړل شي، لکه په حدیث کې راغلي دي، رسول الله ﷺ وایي: د دریو کسانو دعاګانې قبلیږي چې هغه یو د روژه دار دعا ده، دویم د مظلوم دعا ده او دریم د مسافر دعا ده..

دریم وخت:
د سهار له لمانځه مخکې وخت هم ډیر مهم او له برکته ډک وخت دی. او قرآن کریم په دې وخت کې د استغفار یادونه کړې ده: (وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالْأَسْحَارِ) یعنې: مؤمنان هغه دي چې، په سهار کې استغفار وایي.

ډاکټر نورین پشه یي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button