د روژې په ۱۴مه، ۱۵مه او ۱۶مه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې

 

لیکوال : حمادافغان شیرزاد

د روژې د ۱۴مې پیښې

د ۱۳۲هـ کال د روژې په ۱۴مه دعباسي خلافت فوځونه دمشق ته ننوتل او د خلافت واګي یې تر ۵۰۰ کلونو بیا سمبال کړل.

د ۱۴۵هـ کال د روژې په ۱۴مه د عباسي خلیفه ابوجعفر المنصور پلویانو د مدینې سره نیږدې د علي بن ابی طالب د لمسي لمسی، فقیه او محدث عالم، جلیل القدر تابعي “محمدالنفس الزکیة د ځینو نورو ملګرو سره شهید کړو.

د ۲۶۴هـ کال د روژې په ۱۴مه مسلمانانو د ایټالیا په حدودو کې د صقیله جزیرې مهم او مظبوط ښار او د رومیانو وروستۍ پناګاه د “سرقوسه” ښار ونیولو.

د ۳۵۹هـ کال د روژې په ۱۴مه د مصر د اوسنۍ سترې جامعې الازهر بنیاد کیښودل شو او په دوه کلونو کې یې تعمیر سرته ورسیدو.

د ۶۵۸هـ کال د روژې يه ۱۴مه ستر فقیه عالم عطاءالله اسکندري وزږیدلو، نوموړې ستر مدرس، زاهد او عابد عالم وو او تر څنګ یې لوې ولي او ښکلې صوفي هم وو، په کال ۷۰۹هـ د مصر د قاهرې په ښار کې وفات او خاورو ته وسپارل شو.

*د روژې د ۱۵مې پیښې*

د ۳هـ کال د روژې په ۱۵مه حسن بن علي رض دې نړې کې سترګې وغړولې.

د ۳۷هـ کال د روژې په ۱۵مه د ابوبکر صدیق رض ځوې “محمد” د مصر لپاره والي وټاکل شو.

د ۳۷هـ کال د روژې په ۱۵مه د عمر بن الخطاب رض ځوې عبیدالله وفات شو.

د ۱۳۸هـ کال د روژې په ۱۵مه عبدالرحمن الداخل اندلس ته د بحر له لارې ورسید، تر څو هلته د اموي خلافت بنیاد کیږدي.

د ۵۸۴هـ کال د روژې په ۱۵مه صلیبیانو په شام کې د “صفد” په نوم قلعه صلاح الدین ایوبي رح ته وسپارله.

د ۳۸۳هـ کال د روژې په ۱۵مه ستر ادیب، د لغت امام او شاعر ابوبکر محمد بن عباس خوارزمي وفات شو.

د ۱۲۲۴هـ کال د روژې ۱۵مه د عثماني خلافت لښکرو روسي فوځونو ته ستره ماتې ورکړه او تر ۱۰زره روسي فوځیان ووژل شول، تاریخ کې د “تاتاریجه” معرکې په نوم مشهوره ده.

*د روژې د ۱۶مې پیښې*

د ۲هـ کال د روژې په ۱۶مه صحابۀ کرام د رسول الله ‎ﷺ په مشرۍ د بدر میدان ته ورسیدل.

د ۵۸هـ کال د روژې يه ۱۶مه ام المؤمنین د رسول الله ‎ﷺ مبارکه بي بي عائشه صدیقه رض وفات او جنت البقیع کې خاورو ته ورسپارل شوه.

۴۰۹هـ کال د روژې په ۱۶مه د لومړۍ ځل لپاره د کشمیر خلکو د محمود بن سبکتګین غزنوي په لاس د دې سیمو د فتحه کولو وروسته اسلام راوړ او روژه یې ونیوله.

د ۸۴۵هـ کال د روژې په ۱۶مه مشهور مؤرخ او تکړه عالم ” احمد بن علي مقریزي” وفات شو.

#یادونه: دا لړۍ دوام لري، له موږ سره اوسئ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button