ورځنی حدیث شریف: غیبت له روژې سره په ټکر کې دی

عن ابي هریرة رضي الله عنه، قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: «من لم یدع قول الزور و العمل وبه، فلیس لله حاجة في ان یدع طعامه وشرابه» صحیح البخاري

ژباړه: ابوهریره رضي الله عنه وايي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې درواغ ویل او خراب کار پرېنږدي (په روژه کې) نو الله تعالی ته د دې اړتیا نه لري چې څوک خوراک او څښاک پریږدي».

شرحه: ځينې علماء کرام په دې اند دي، چې روژه کې په غیبت کولو ان روژه ماتیږي. د دوی د استدلال پر اساس: غیبت د مسلمان ورور غوښې خوړل دي او دا چې روژه کې خوراک بند دی؛ نو ځکه په غیبت سره روژه ماتیږي.
له دې نه معلومیږي، چې غیبت څومره بده او خطرناکه ګناه ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button