د سېلابونو له امله د مرګ‌ژوبلې کچه ۸۱ ته پورته شوه

عزم(پنجشنبه، ۱۶، غويي ۱۴۰۰): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د مرګ‌ژوبلې کچه ۸۱ ته پورته شوه.

د یاد وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وايي، د روانې غويي له یوولسمې څخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ورښتونه پیل شوي، چې له امله یې ویجاړوونکې سېلابونه هم راوتلي دي.

دی وايي، د وروستیو سېلابونو له امله په ۲۵ ولایتونو کې یې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.« تر اوسه ۵۶ تنه شهیدان شوي، ۲۵ ټپیان شوي او ۳۰ تنه نور ورک دي.»

د عظیمي په خبره، د ورک شوو کسانو د موندلو هڅې روانې دي او هم له زیانمن شوو کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل شوې ده.« تر دا مهاله ۵۶ شهیدان، ۲۵ ټپیان، نږدې ۳۰ کسان لادرکه شوي چې موږ یې د موندلو لپاره پلټنې پیل کړي دي، د طبیعي پېښو په ځانګړي توګه د سېلابونو له امله ۵۷ کورنۍ بې ځایه شوي دي چې موږ دوی ته د مرستو رسولو لپاره کار کړی او لومړنۍ مرستې ورته رسېدلي دي.»

نوموړی زیاتوي، ډېره مرګ‌ژوبله په هرات، غور، سمنګان، بامیان، میدان وردګ او بدخشان ولایتونو کې خلکو ته اوښتې ده، چې ښځې، ماشومان او ځوانان پکې مړه شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې نن هم په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان،‌ سمنګان، کونړ، نورستان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، غزني، بامیان، دایکندي، غور، فاریاب، جوزجان، سرپل او بلخ ولایتونو کې د ۱۰ نه تر ۳۰ ملي مترو پورې د ورښتونو اټکل کړی دی.

د ننګرهار ځايي چارواکي هم وايي، چې پرون په دغه ولایت کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي دي، چې ډېر زیان یې د دوربابا ولسوالۍ کې خلکو ته اړولی دی.

د چارواکو په خبره، په دوربابا ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله سړکونه او پلونه تخریب شوي دي، چې یو شمېر سیمو ته یې د تګ راتګ لارې بندې کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button