د سرسايې مسائل

سرسايه:
کوم مسلمان چې دومره شتمني ولري چې زکات پرې واجب وي، او يا زکات ورباندې واجب نه وي؛ خو له پور او ضروري اسبابو زيات دومره سامان يا يې قيمت ولري چې د زکات نصاب اندازې ته رسيږي، پر هغه د کوچني اختر په ورځ واجب ده چې يو اندازه صدقه ورکړي، برابره خبره ده چې هغه سامان د تجارت مال وي او که نه وي، کال پرې تېر شوی وي او که نه وي، دې صدقې ته “صدقه فطر” يا سرسايه وايي.

*(هي واجبة على الحر المسلم المالك لمقدار النصاب فاضلا عن حوائجه الأصلية…ولايعتبر فيه وصف النماء.(عالمكيري:1/191).*

*ايضا: يخرج ذلك عن نفسه لحديث ابن عمر قال فرض رسول الله صلى الله عليه وسلم زكوة الفطر على الذكر والانثى.(هداية:1/190).*

*وفي الشامية: تجب صدقة الفطر على كل حر مسلم…. ( ذي نصاب فاضل عن حاجته الأصلية ) كدينه وحوائج عياله ( وإن لم ينم ).(شامي: 2/98).*

*وفي الهندية: ولايؤدي عن زوجته ولاعن اولاده الكبار وان كانوا في عياله ولو ادى عنهم او عن زوجته بغير امرهم اجزاهم استحسانا كذافي الهداية.(عالمكيري:1/193).*

څنګه چې د شتمنۍ په درلودلو پر نارينه وو سرسايه واجب ده، دغه راز که يوه مېرمن شتمنه وي يا له پور او ضروري اسبابو پرته د دومره ارزښت سامان ولري چې د زکات نصاب ته رسيږي، لکه يوې مېرمنې ته يې پلار دومره سره يا سپين زر ورکړي وي چې ارزښت يې د زکات نصاب ته رسيږي، یا يې خاوند په مهر يا له مهر پرته دومره شتمني يا زر ورکړي وي چې ارزښت يې د زکات نصاب ته رسيږي، پر داسې مېرمنې واجب ده چې خپله سرسايه ورکړي، البته خاوند يې هم کولای شي د نوموړې له خوا سرسايه ورکړي .
پر شتمني مېرمنې خپله سرسايه ورکول واجب ده، د نورو پرې واجب نه ده، لکه د خاوند، بچيانو مور او پلار يا وروڼو.
*(والأصل أن صدقة الفطر متعلقة بالولاية والمؤنة, فكل من كان عليه ولايته ومؤنته ونفقته فانه تجب عليه صدقة الفطر فيه والا فلا.(فتاوى عالمكيري:1/193))*

پر کوم سړي چې خپله سرسايه واجب وي پر هغه د خپلو نابالغو بچيانو سرسايه هم واجب ده ، هلکان وي او که نجوني .
*( وتجب عن نفسه وطفله الفقير كذافي الكافي.(عالمكيري: 1/192).*
*ايضا: ويخرج عن أولاده الصغار ومماليله.(هداية: 1/190 باب صدقة الفطر)*

سر سايه د مسلمانانو تر منځ د خواخوږۍ تر ټولو ټيټه مرتبه ده، کوم خلک چې له خپلې شتمنۍ څخه د سرسايې هومره برخه هم نېستمنو ته نه ورکوي، د داسې خلکو شتمني بې برکته او بې خونده وي او کله ناکله الله جل جلاله د داسې خلکو پر شتمنۍ داسې ټکه را وغورځوي چې له سرسايې څو چنده ډېر زيان يې وشي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: له زکات پرته ستا په شتمنۍ کې نور حقونه هم شته . *( سنن الترمذي حديث رقم: 660.*

*سرسايه چاته ورکول سهي ده؟*

د سرسايې مصرف يا لګښت ځايونه هماغه دي چې د زکات دي، يعنې کومو خلکو ته چې زکات ورکول سهي دي همهغو ته سرسايه ورکول هم سهي ده، او کومو خلکو ته چې زکات ورکول سهي نه دي هغو ته سرسايه ورکول هم سهي نه دي، البته د سرسايې او زکات يو توپير دا دی چې زکات نا مسلمانو ته نشې ورکولای؛ خو سرسايه نېستمن کافر ته هم ورکولای شې . *( ومصرف هذه الصدقة ماهو مصرف الزكاة.(عالمكيري:1/188-194) وصدقة الفطر كالزكاة في المصارف وفي كل حال (الا فى) جواز الدفع الى ذمي.(شامي: 2/351).*

سرسايه د نېستمنو حق دی؛ نو بايد د اختر له لمانځه وړاندې ورکړل شي چې نېستمن پرې خپلو بچيانو ته د اختر جامې او خواړه واخلي، ځينې خلک سرسايه د اختر له ورځې وروسته کوي، دا کار د سنت خلاف دی.
*(والمستحب للناس ان يخرج الفطرة بعد طلوع الفجر يوم الفطر قبل الخروج الى المصلى كذا في الجوهرة النيرة.(عالمكيري:1/192).*

د سرسايې په پيسو جومات، مدرسه، روغتون، لار, يا بل ټولګټی شی جوړول نا روا دي .
*(وفي الهندية: ومصرف هذه الصدقة ماهو مصرف الزكاة (عالمكيري:1/188-194)*
*وفي الدرالمختار: لايصرف الى بناء نحو مسجد قوله نحو مسجد كبناء القناطر والسقايات واصلاح الطرقات وكرى الأنهار والحج والجهاد وكل ما لاتمليك فيه. (شامي: 2/344).*

سرسايه د چا له خوا ورکول واجب ده؟

شتمن سړي باندي د خپلې سرسايې تر څنګ د خپلو نابالغو بچيانو سرسايه هم واجب ده ، دغه راز د بالغو بچيانو سرسايه هم هله پرې واجب ده چې هغوی نېستمن وي .
که د چا نابالغ بچيان شتمن وي پلار دې د هغوی له شتمنۍ څخه د هغوی سرسايه ورکړي، او که هغوی نېستمن وو بيا دې له خپلې شتمني څخه د هغوی سرسايه هم ورکړي .
بالغ اولادونه که شتمن وي پر پلار يې واجب نه ده چې د هغوی سرسايه هم ورکړي؛ خو که پلار په خپله خوښه د هغوی سرسايه هم ورکوي ادا کيږي . *(وجب عن نفسه وطفله الصغير ولايؤدي عن زوجته ولاعن اولاده الكبار وان كانوا في عياله ولو ادى عنهم او عن زوجته بغير أمرهم اجزاهم استحسانا كذا في الهداية.(عالمكيري:1/193))*

سرسايه کوم وخت واجبيږي؟

سرسايه د کوچني اختر د سهار سپېدو پر وخت واجبيږي، البته په رمضان کې يې ادا کول هم سهي دي؛ نو که يو څوک د کوچني اختر له سهار سپېدو وړاندې ومړ يا نېستمن شو، پر هغه سرسايه واجب نه ده.
*(ووقت الوجوب بعد طلوع الفجرالثاني من يوم الفطر فمن مات قبل ذلك لم تجب عليه الصدقة وان قدموها على يوم الفطر جاز.(عالمكيري:1/192).*

که يو کافر د کوچني اختر له سهار سپېدو وروسته مسلمان شي يا يو نېستمن د کوچني اختر سهار سپېدو وروسته شتمن شي، سرسايه پرې نه واجبيږي.
*(او أسلم بعده لم تجب. (عالمكيرية: 1/192). )*

که يو کمکی د کوچني اختر له سهار سپېدو وړاندې يا د سپېدو پر وخت پيدا شي؛ نو که پلار يې شتمن و د دغه کمکي سرسايه به هم ورکوي .
*ومن ولد قبله وجبت.(عالمكيرية: 1/192).*

او که يو کمکی د کوچني اختر د سهار سپېدو وروسته پيدا شو، سرسايه ورکول يې واجب نه ده .
*(ومن ولد له بعده لم تجب.(عالمكيرية: 1/192).).*

سرسايه کې کوم شيان ورکول روا دي؟

سرسايه کې مميز، کجوري، جوار، غنم يا اوړه او يا د دغو شيانو قيمت ورکول سهي دی، البته قيمت ورکول يې ډېر غوره دي، څو غريب د خپلې اړتيا وړ شيان پرې رانيسي.
*(هي نصف صاع من بر او صاع من شعير او تمر….ثم قيل يجوز ادائه باعتبارالعين والاحوط ان يرعى فيه القيمة هكذا في محيط السرخسي.(عالمكيري: 1/191). )*

د سرسايې د ادا کولو وخت:

د کوچني اختر په ورځ د اختر له لمانځه وړاندې سرسايه ورکول ډېر غوره دي، د اختر له لمانځه وروسته يې ورکول هم سهي دي؛ خو د اختر له ورځې ډېر ور هاخوا يې ځنډول له سنت خلاف او مکروه دي، خو د دې دا معنا نه ده چې له هغه وروسته يې نشي ورکولای؛ بلکې له هغه وروسته يې هم ورکول واجب دي، او د رمضان مياشتې له راختلو وروسته يې د رمضان په هره ورځ کې ورکول سهي دي .
*(وصح لو قدم أو أخر) وأطلق في التقديم فشمل ما إذا دخل رمضان وقبله وصححه المصنف في الكافي وفي الهداية والتبيين وشروح الهداية وفي فتاوي قاضيخان وقال خلف بن أيوب يجوز التعجيل إذا دخل رمضان وهكذا ذكره الإمام محمد بن الفضل وهو الصحيح*
*في فتاوي الظهيرية والصحيح أنه يجوز تعجيلها إذا دخل شهر رمضان وهو اختيار الشيخ الإمام أبي بكر محمد بن الفضل وعليه الفتوى ا هـ فقد اختلف التصحيح كما ترى لكن تأيد التقييد بدخول رمضان بأن الفتوى عليه فليكن العمل عليه.*

د سرسايې اندازه:

يو صاع ميانه کجوري چې وزن يې څلور کلو او څلور شپېته ګرامه (4.64kg) کيږي، او يا يې قيمت .
يا : يو صاع ميانه وربشې يا يې قيمت.
*(او صاع تمر او شعير… ودفع القيمة اي الدراهم أفضل من دفع العين على المذهب المفتى به, جوهرة وبحر عن الظهيرية وهذا في السعة واما في الشدة فدفع العين أفضل كما لايخفى. درمختار.(شامي2/364-366).)*

يا : يو صاع ميانه مميز يا يې قيمت.
*( وَأَمَّا الزَّبِيبُ فَقَدْ ذَكَرَ في الْجَامِعِ الصَّغِيرِ نِصْفَ صَاعٍ عِنْدَ أبي حَنِيفَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى لِأَنَّهُ يُؤْكَلُ بِجَمِيعِ أَجْزَائِهِ وَرُوِيَ عن أبي حَنِيفَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى صَاعٌ وهو قَوْلُهُمَا ثُمَّ قِيلَ يَجُوزُ أَدَاؤُهُ بِاعْتِبَارِ الْعَيْنِ وَالْأَحْوَطُ أَنْ يُرَاعَى فيه الْقِيمَةُ.(عالمكيري: 1/191)*

يا : نيم صاع ميانه غنم چې وزن يې دوه کلو او دوه دېرش ګرامه (2.32kg) کيږي، او يا يې قيمت.
*(وهي نصف صاع من بر او صاع من شعير او تمر ودقيق الحنطة والشعير وسويقهما مثلهما.(عالمكيري:1/191))*

يادونه : که څوک په سرسايه کې غنم ورکوي بايد د يو تن د سرسايې وزن له 2.32 کلو ګرامه څخه کم نه وي، البته که يې قيمت ورکوي، کولای شي د 2.25 کلو ګرامه غنمو قيمت ورکړي خو د ۳۲.۲ کلو ګرامو قیمت ورکول غوره دی.
*احسن الفتاوی ۴/۴۱۶)*

که څوک غواړي د غنمو پر ځای د غنمو اوړه ورکړي، هم سهي دي او د اوړو وزن بايد د غنمو هومره وي او يا يې قيمت . *( وهي نصف صاع من بر او صاع من شعير او تمر ودقيق الحنطة والشعير وسوقهما مثلهما (عالمكيري: 1/191). )*

که څوک له پورتنيو شيانو پرته بل شی ورکوي لکه : وريژې، لوبيا يا داسې نور حبوبات؛ نو د هغو وزن په شريعت کې نه دی ټاکل شوی البته که څوک يې ورکوي؛ نو قيمت يې بايد له 2.32 کلو ګرامه غنمو څخه کم نه وي .
*(وما سواه من الحبوبات لايجوز الابالقيمة.(عالمكيري: 1/192).*
*ايضا: وما لم ينص عليه كذرة وخبز يعتبرفيه القيمة.(شامي:2/364).*

د پورتنيو شيانو قيمت بايد هر کال په رمضان کې معلوم کړل شي او د يو کال قيمت بل کال معتبر نه دی, دغه راز چې شتمني يې چېرې وي، د هغه ښار قيمت معتبر دی.
*جاز دفع القيمة في زكاة وعشر وخراج وفطرة وتعتبر القيمة يوم الوجوب….ويقوم في البلدالذي المال فيه.(شامي: 2/285) )*

هر مسلمان که وس ولري ښايي هڅه وکړي چې هغه حبوبات يا يې قيمت سرسايه کړي چې نرخ يې تر نورو حبوباتو لوړ وي، ځکه چې د خير په کار کې څومره ډېر لګښت وشي هومره ډېره ګټه لري او د قيامت په سخته ورځ پکار ورځي، هلته چې ډېره وړه نيکي به هم مسلمان ته ګټه رسوي .
*(قال الله تعالى: لن تنالوا البرحتى تنفقوا مماتحبون وما تنفقوا من شيئ فان الله به عليم.(آل عمران:192). )*

په سرسايه کې اجازه:
که يو تن د بل سرسايه ورکوي، له هغه څخه اجازه غوښتل اړين دي.
*( وَلَا يَجُوزُ أَنْ يُعْطِيَ عن غَيْرِ عِيَالِهِ إلَّا بِأَمْرِهِ كَذَا في الْمُحِيطِ.(عالمكيري: 11/93).*
*ايضا: لان فيها معنى العبادة حتى لاتتأدى بدون النية.(بدائع الصنائع:2/198)*

که خاوند د خپلې مېرمنې سرسايه ورکوي؛ نو په ښکاره ترې اجازه غوښتل اړين نه دي؛ ځکه چې په عام ډول خاوندان د خپلو مېرمنو سرسايه ورکوي او د مېرمنو ورته اجازه وي .
*( قوله ( ولو أدى عنهما ) أي عن الزوجة والولد الكبير وقال في البحر وظاهر الظهيرية أنه لو أدى عمن في عياله بغير أمره جاز مطلقا بغير تقييد بالزوجة والولد اه, قوله ( أجزأ استحسانا ) وعليه الفتوى.(شامي:2/363)*

او که یو خاوند د خپلې مېرمنې له خوا د هغې د شتمنۍ زکات ورکوي، بيا ورته اجازه اخيستل يا ورته د مېرمنې له خوا اجازه ورکول اړين دي، ښه دا ده چې په داسې صورت کې يو ځل د ټول عمر لپاره له مېرمنې د هغې د شتمنۍ د زکات ورکولو اجازه واخيستل شي چې په راتلونکي کې تردد پاتې نشي .
*( وشرط صحته ادائها نية مقارنة له اي للاداء.(شامي: 2/14, كتاب الزكاة)*

سرسايه پور کې شمېرل:

که د چا پر يو نېستمن پور باندې و او غوښتل يې هغه پور په سرسايه کې مجرا کړي، سرسايه يې نه ادا کيږي.
البته د دې حيله دا ده چې نېستمن ته دې سرسايه ورکړي او بيا دې د پور غوښتنه ورڅخه وکړي؛ نو هم به د نېستمن پور ادا شي او هم به د نوموړي سرسايه ادا شي.
*( لو وهب دينه من فقير ونوى زكوة دين آخر له على رجل آخر او نوى زكوة عين لم يجز, كذافي الكافي.(عالمكيري:1/169)*
*ايضا: واداء الدين عن العين وعن دين سيقبض لايجوز وحيلة الجواز أن يعطي مديونه الفقير زكاته ثم يأخذها عن دينه.(شامي: 2/271).*

د سرسايې وېش:

يوه سرسايه يو مسکين ته، يا يوه سرسايه څو مسکينانو ته وېشل، دواړه صورتونه روا دي.
*( وجاز دفع كل شخص فطرته إلى ) مسكين أو ( مسكين على ) ما عليه الأكثر وبه جزم في الولوالجية و الخانية و البدائع و المحيط وتبعهم الزيلعي في الظهار من غير ذكر خلاف وصححه في البرهان فكان هو ( المذهب ) كتفريق الزكاة. (شامي: 2/346)*

يو تن ته له يوې زياتې سرسايې ورکول هم جائز دی.
*( ويجوز دفع مايجب على جماعة الى مسكين واحد كذافي التبيين. (عالمكيري:1/193). )*

د سرسايې قيمت:

که څوک غواړي سرسايه کې د جنس پر ځای د هغه قيمت ورکړي؛ نو د بازار د هغې ورځني نرخ له مخې دې ورکړي چې په کومه ورځ يې ادا کوي، په همدې ورځ چې بازار کې د مميزو، کجورو، وربشو يا غنمو کوم نرخ وي، د هغه له مخې دې حساب کړي.

او که يو کمکی د کوچني اختر د سهار سپېدو وروسته پيدا شو، سرسايه ورکول يې واجب نه ده .
*(ومن ولد له بعده لم تجب.(عالمكيرية: 1/192).).*

مرجع: روژه، احکام او مسائل یې.
د مولوي عبدالحق حماد کتاب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: