زابل او پروان کې ۶۳ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

عزم(دوشنبه، ۲۰، غويي ۱۴۰۰): په پروان کې د دوو چاودنو له امله ۵ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. په پروان کې ځايي چارواکي وايي، لومړنۍ چاودنه نن له غرمې مخکې د شیخ علي ولسوالۍ د اوسېدونکو د سپرلۍ پر کاسټر موټر شوې ده، چې درې تنه پکې وژل شوي او یوه مور او یو زوی د چاودنې څپې سیند ته غورځولي دي.

د پروان د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر محمد صادق هاشمي وايي، کله چې خلک د لومړنۍ چاودنې ځای ته نږدې شوي، بله چاودنه هم شوې ده.

دی وايي په لومړنۍ چاودنه کې ۱۱ او په دویمه چاودنه کې ۹ تنه ټپیان شوي دي.

د هاشمي په خبره، په لومړنۍ چاودنه کې د یوې مور او ماشوم جسدونه سیند ته ګزار شوي، خو تر اوسه پیدا شوي نه دي.

په زابل کې هم بېګاه شپه پر یوه ۴۰۴ ډوله موټر چاودنو له امله ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، د دوشنبې په شپه شااوخوا دوې بجې د یوه خصوصي ترانسپورتي شرکت پر یوه ۴۰۴ ډوله موټر د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د سړک غاړې دوو پرله‌پسې ښخ شویو ماینونو چاودنه کړې ده، چې له امله یې ۳۸ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دی وايي، یاد موټر له کابله ـ کندهار ته پر لاره و. «له بده مرغه د شهر صفا ولسوالۍ د پل سخته په سیمه کې د سړک غاړې دوه ځای پر ځای شویو ماینونو د مسافرو پر ۴۰۴ موټر چاودنې کړي چې له امله‌یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان شهیدان شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.»

د زابل د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر نظیر احمد حریفال وايي، د پېښې له ځایه ۱۰ تنه مړي او د زابل ولایتي روغتون ته او ټول ټپیان د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي.

د حریفال په خبره، په بېګانیو چاودنو کې ۲۷ تنه ټپیان شوي وو، چې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري پکې هم وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، په پېښه کې د وژل شویو کسانو په ډله کې ۹ تنه داسې هم دي، چې خپلوان یې تر اوسه معلوم شوي نه دي او نه هم ورسره داسې اسناد موندل شوي، چې وپېژندل شي.

تر اوسه د نننیو چاودنو مسوولیت چا نه دی منلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button