لوګر مرکز کې دوه پوستې سقوط شوي

عزم(سه شنبه، ۲۱ غویی ۱۴۰۰): له لوګر ولایت څخه راپورونه وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل عالم کې نن شپه دوه پوستې سقوط شوي.

راپور کې راغلي چې د مرکز پل علم اړوند علي خان کلا سیمه کې یوه پوسته سقوط شوې ۷ عسکر پکې وژل شوي او یو یې طالبانو ژوندی نیولی.
ویل شوي همدا راز ۸ میله وسله، ګڼ شمیر مهمات هم د وسله والو لاسته ورغلي دي.

سیمه ییزې سرچینې وایي چې پوستې ته په ورتلونکو کومکي ټانګونو هم برید شوی چې پکې درې ټانګونه تخریب شوي او عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقه شمیره نه ده ښودل شوې.

په ورته وخت کې همدا تیره شپه د ولایت اړوند حصارک سیمه کې د ولایت دفاعي پوسته هم سقوط شوې، پکې میشتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، وسلې او مهمات یې طالبانو وړي.

تر اوسه طالبانو او د لوګر ولایتي چارواکو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ دی چې په تیرو څلورو ورځو کې شپږ پوستې په مرکز کې سقوط شوي او تیره ورځ د لومړۍ امنیتي حوزې آمر شاه پور احمدزی هم په پل علم ښار کې د یادې حوزې له پخواني آمر سره یوځای ترور شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button