غربي استخبارات افغانستان کې د نویو متحدینو پیدا کولو پسې ګرځي؛ د مسعود زوی یې هم نظر کې دی: نیویارک ټایمز

عزم نیوز (جمعه، ۲۴ غویی، ۱۴۰۰): امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن د مئ په ۱۴مه (۲۴ غویی) په یوه راپور کې ویلي چې بهرنۍ استخباراتي ادارې په افغانستان کې د نویو مخبرینو او ایجنټانو په پیدا کولو لګیا دي څو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دوی ته معلومات ورکړي.

ورځپاڼې دا راپور د مخکینیو او برحالو امریکايي، اروپايي او افغان چارواکو له قوله ورکړی دی.

راپور لیکلي بهرني هېوادونه اوس په هغه ځای کې د استخباراتي ځریو او مخبرینو په پیدا کولو پسې ګرځي چې د نړۍ یو له تر ټولو ستر ګڼ-ملتي پوځي روزنیز ماموریتونه پکې ترسره کېدل. که څه هم ځینې ډيپلوماټان وايي چې کابل حکومت او امنیتي ځواکونه یې د خپل ځان دفاع کولای شي، خو د مخبرینو پیدا کولو دا اقدامات ښيي چې غربي استخباراتي ادارې د مرکزي حکومت سقوط او د کورنۍ جګړې رامنځته کېدو ته چمتووالی نیسي.

د راپور له مخې، د اطلاعاتو راټولو لپاره په کاندیدانو کې یو هم د احمد شاه مسعود زوی، ۳۲-کلن احمد مسعود، دی. احمد د برېتانیا په شاهي پوځي کالج کې زده کړې کړې او په ۲۰۱۶ز کال کې افغانستان ته راغلی. وروستي درې کلونه یې پر ځان د ملاتړو په راغونډولو تېر کړل او په ۲۰۱۹ز کې یې په عامه محضر کې خپل حضور زیات کړ، مظاهرې یې پیل کړې او د هېواد په شمال کې یې ملېشو ته د خلکو په جلب وجذب پیل وکړ.

 نیویارک ټایمز لیکي، احمد مسعود اوس د خپل پلار د کار د راژوندي کولو هڅه کوي او وروستي کلونه یې د هېواد په شمال کې د ملېشو د یوه اېتلاف په جوړولو کې تېر کړي څو د ده په خبره د دې سیمو دفاع وکړي. ښاغلی مسعود خپل اېتلاف ته د دویم مقاومت نوم ورکوي.

راپور د افغان، امریکايي او اروپايي چارواکو له قوله لیکلي چې تر دې دمه لا د احمد مسعود او غربي استخباراتي ادارو ترمنځ رسمي همکاري نشته، خو ځینو یې له نوموړي سره لومړنۍ لیدنې کړې دي. ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم په سي آی اې او د فرانسې په DGSE استخباراتي اداره کې په دې تر ډېره حده اتفاق دی چې نوموړی اطلاعات راټولولای شي، خو په دې اړه نظرونه مختلف دي چې آیا نوموړی به د یوه اغېزناک مقاومت رهبري وکړای شي که نه.

نیویارک ټایمز وايي، غربي استخباراتي ادارې دا ګام ځکه اخلي چې د ”ترهګرو“ د مخنیوي په اړه د طالبانو په ژمنو باور نه لري او ډاریږي که سوله ونشي افغان حکومت به سره وپاشل شي. د مسعود دویم مقاومت د طالبانو، القاعده او نورو ډلو خلاف دی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د سي آی اې د مشر ویلیام برنس په شمول لوړپوړي چارواکي مني چې له افغانستانه تر وتلو وروسته به یې د اطلاعاتو راټولولو چارې ټکنۍ شي نو له همدې امله د نویو لارو په پیدا کولو غور کوي. خو د مسعود ډله لا هم د طفولیت په مرحله کې ده، ملاتړ او مشروعیت ته سخته اړتیا لري. د ده ډله د دوولسو شاوخوا هغو ملېشه قومندانانو ملاتړ لري چې پخوا یې له روسانو او طالبانو سره جنګونه کړي دي. مسعود وايي چې د ده لیکې له هغو خلکو ډکې دي چې حکومت له پامه غورځولي دي.

راپور زیاتوي چې د مسعود په غونډو کې له اوس لا د کورنۍ جګړې دوران ته د ورتلو نښې ښکارې ځکه نوموړی په جلسو کې د زړې شمالي ټلوالې بیرغونه رپوي او زوړ ملي سرود غږوي.

نیویارک ټایمز د امنیتي شنونکو له قوله لیکي، په وروستیو لاریونونو او مراسمو کې له غورځو پرځو سره سره، بیا هم دا نظریه غیرواقعبینانه ښکاري چې شمالي ټلواله به بېرته سره راټوله شي، او مخکیني مشران به یې – چې ځینې یې سفیران، د ولسمشر مرستیالان او لوړپوړي پوځي قومندانان جوړ شوي – په داسې کس پسې روان شي چې عمر یې د دوی نیمايي دی او د جنګ کمه تجربه لري.

د سي آی اې یوې مخکینۍ شنونکې، لیزا مېډوکس، ورځپاڼې ته ویلي چې د یوه ښورښ ملاتړ کول او یا هم د یوه مقاومتي غورځنګ جوړول واقعي ننګونې رامنځته کولای شي. د هغې په خبره، ”اندېښنه دا ده چې په دویم مقاومت کې به څه شکېل وي او زموږ اهداف به څه وي؟ زه ډارېږم چې خلک په افغانستان کې د یوې نوې نیابتي جګړې وړاندیز کوي. زه فکر کوم موږ زده کړي چې نه یې شو ګټلای“.

راپور وايي، پر احمد شاه مسعود د بې باورۍ، د مخده موادو په قاچاق او په ۱۹۹۰یمو کلونو کې په جنګي جنایتونو کې د هغه د رول له امله سي آی اې له شمالي ټلوالي سره ښې اړیکې نه درلودې او له همدې امله د اطلاعاتو راټولونه ورته سخته وه. په ۱۹۸۰یمو کلونو کې برېتانیا او فرانسې د احمد شاه مسعود زیات ملاتړ کاوه. د CIA او مسعود اړیکې تر ۱۹۹۶ز پورې محدودې وې، خو په دې کال سي آی اې مشر مسعود ته د القاعده په اړه د معلوماتو په بدل کې نوموړي ته لوژستیکي مرستې ورکول پیل کړل.

ورځپاڼه وايي، اوس چارواکي د احمد مسعود او د هغه د ډلې د توان په اړه متفاوت دریځونه لري. فرانسه، چې د ده د پلار ملاتړ یې کاوه، د طالبانو د کنټرول پر ضد د نوموړي د واقعي مقاومت په اړه هڅې له باوره ډکې بولي. په کابل کې د فرانسې سفیر، ډېویډ مرینټن، وايي چې پر احمد مسعود یې له تېرو درو کلونو راهیسې نږدې نظر ساتلی او په پارس کې یې د ولسمشر په شمول له نورو چارواکو سره لیدنې ته د ده نوم هم  ورکړی و. مرینټن احمد مسعود ځیرک او باحوصله کس بللی دی. په واشنګټن کې بیا د نوموړي په اړه د نظر اختلاف زیات دی، او ځینې حکومتي شنونکي فکر نه کوي چې نوموړی به وکولای شي چې یو اغېزناک اېتلاف جوړ کړي. په افغانستان کې هم ځینې خلک د نوموړي د قابلیت په اړه شکونه کوي او وايي چې د پلار په شان کار نشي کولای. ځینې حکومتي چارواکي وايي چې ښايي نوموړی په راتلونکې کې خپلو ګټو ته ستونزې جوړې کړي.

ورځپاڼه لیکي که څه هم د نوموړي د تنظیمي قابلیت په اړه متفاوت نظرونه شته خو ښاغلی مسعود کولای شي چې د خپل پلار په څېر د غرب لپاره د سترګو او غوږونو کار وکړي.

نیویارک ټایمز پسې لیکي چې په وروستیو میاشتو کې احمد مسعود د نړیوال ملاتړ راخپلولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړې او پر ولسمشر اشرف غني یې هم نیوکې کړې دي. نوموړي ته نږدې کسان وايي چې هغه له متحده ایالتونو، فرانسې او برېتانیا سره د اړیکو نیولو ترڅنګ په هند، ایران او روسیه هم ګرځېدلی دی. د افغان استخباراتو اسناد ښيي چې نوموړی د درېمګړي په توسط له روسیې وسلې اخلي.

د راپور په پای کې راغلي چې متحده ایالتونه او اروپا ښاغلی احمد مسعود د پرمختلونکو طالبانو پر ضد د درېدو جوګه نه بولي، خو د القاعده او داعش ډلې د څار لپاره د یوه باالقوه مهم څارندوی په سترګه ورته ګوري. یو نسل وړاندې د احمد مسعود پلار په خپل هېواد کې د شته ګواښونو په اړه په ډاګه خبرې کولې – که زوی یې د خپل پلار په څېر د قوتونو مشري نشي کولای، خو ښايي وکولای شي چې د هغه په څېر خبرداري نړۍ ته ورکړي.

د فرانسې سفیر مرینټن وايي د یوه ځوان ډيپلوماټ په حیث یې د ۲۰۰۱ز په اپرېل کې فرانسې ته د سفر پر مهال نړۍ ته د احمد شاه مسعود خبرداري اوس هم یاد دي، ”ده چې څه ویل هغه دا و چې خبر اوسئ، خبر اوسئ… طالبان د القاعده کوربتوب کوي او دوی یو شی تیاروي“.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button