د غزې وروستی حال؛ د اسرائیلو هوایي برید کې د یوې کورنۍ ۸تنه ماشومان او میرمنې شهیدان شوي

  عزم،شنبه،۲۵غویي۱۴۰۰):د فلسطین پلازمینه غزه کې حالات خورا ترینګلې کچې ته رسیدلي او تیره ورځ “د اختر دویمه” شاوخوا ۲۶تنه فلسطیني وګړي شهیدان شول.
تیره ورځ اسرائیلي پوځ پر غزه باندې د پراخو هوایي بریدونو په تسلسل کې د غزې په لویدیځ کې د مخیم الشاطئ په نامه سیمه باندې هوایي برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۸تنه چې دوه یې میرمنې او ۶ماشومان وه شهیدان او ۱۵تنه نور ټپیان شول.
د حماس ډلې د القسام پوځي خوځښت ددې بې رحمانه برید په غبرګون کې د اسرائیلو د بئرالسبع په نامه ښار په نښه او ګڼ شمیر توغندوییز بریدونه یې پرې وکړل.
الجزیره وایي، تیره ورځ د اسرایلو بریدونو کې ۲۶تنه فلسطیني وګړي شهیدان شول، چې په دې سره د ټولو شهیدانو شمیر ۱۲۶تنو ته ورسیده؛ دغه راز تیره ورځ تر ۶۰۰زیات فلسطیني وګړي ټپیان شوي هم وو.

په همدې حال کې د اسرائیلو هغه بیان ته چې غواړي پر غزه د ځمکې له لارې برید وکړي، د فلسطین د پوځي ځواک ویاند ابوحمزه په خپل غبرګون ویلي: ځمکنۍ جګړه به ددوی مقاومت ته غوڅه بریا ور وبښي، ځکه دوی کولای شي د صهیونستي رژیم عسکر په آساني سره یا له منځه یوسي یا یې هم ژوندي ونیسي .
بلخوا بیا سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره د غزې په تړاو خپله چوپتیا ماته کړې او له اسرائیلو یې غوښتنه کړې چې باید اوربند ته غاړه کیږدي.

د بښنې نړیوال سازمان، ملګرو ملتونو او نورو لوریو هم پر اسرائیلو د اوربند منلو غږ کړی، خو ددغه هیواد مشرتابه یې په غوښتنه غور نه دی کړی.
اسرائیل که څه هم پر نظامي حل ټینګار کوي، خو وایي چې حماس دا وړتیا لري، چې په شته وسایلو او توغندوییز سیستم دوه میاشتې له دوی سره وجنګیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button