د غزني خواجه عمري ولسوال ټپي شوی او د زابل د شهر صفا د پولیسو قومندان وژل شوی

عزم(جمعه، ۳۱ غویی ۱۴۰۰): د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ ولسوال په یوه چاودنه کې ټپي شوی او ساتونکی یې وژل شوی دی.

د غزني د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وایي چې تیره ورځ د خواجه عمري د ولسوال احمدضیا یعقوبي موټر د ماین په یوه چاودنه کې تخریب شوی، خپله ولسوال پکې ټپي شوی او یو ساتونکی یې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د ګیرو ولسوالۍ امنیه قومندان هم په خواجه عمري ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې له څو نورو کسانو سره و وژل شو.

په یو بل خبر کې ویل شوي چې ‏د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د پولیسو د یوې قرارګاه د قوماندان په ګډون پنځه پولیس وژل شوي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان وايي، د پولیسو د یوې قرارګاه قومندان او بنځه پولیس له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی، خو وایي چې په دغه جګړه کې ۷ طالبان هم وژل شوي دي.

طالبانو ویلي چې د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د ګل محمد پر پوسته برید کړی، له برید وروسته پر کومکي عسکرو د ماین چاودنه او بریدونه شوي چې پر مهال یې ۸ عسکر وژل شوي ۴ نور ټپیان شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button