شهید منـصـور؛ په ټوله معنا یو قوي رهبر و!

محمد آصف آزاد

نن، یعني د جوزا لومړی نېټه د شهید امیـر الـمـؤ مـنـیـن ملا اختر محمد منصور د شهـادت پنځم تلین دی. له نن څخه څلور کاله وړاندې په همدې نېټه د امریکایي ډرون الوتکو په برید کې امیـر الـمـؤمـنـیـن منـصـور صاحب په شها دت ورسېد. تقبله الله
په ټولنیزو رسنیو کې د شهید منـصـور صاحب د شخصیت او رهبرۍ د مختلفو اړخونو اړوند د لیکوالانو او نظر خاوندانو لخوا مختلف تاثرات، نظریات او معلومات خپریږي.
کله چې د منصور صاحب د رهبرۍ د دورې جریان مطالعه کوو، نو په جار به اعتراف وکړو چې یقیناً هغه په ټوله معنا یو قوي رهبر و. هغه په داسې سختو حالاتو او سختو شرایطو کې د مرحوم امیـر الـمـؤ مـنـیـن ملا.محمد.عمر.مجاهد رحمه الله دویم او بیا لومړی نایب شو چې، د مشر ملا صاحب لومړی نایب شهید ملا عبــیـد الله اخند زنداني او بیا شهید شو، ورپسې دویم نایب ملا عبد الغنــي بــرادر اخند حفظه الله زنداني شو. په همداسې سخت وخت کې چې د تحریک د لومړی درجې مشران زندانیان او شهیدان شوي وي، نیږدې ټولې نړۍ سره د پوځي، سیاسي، استخباراتي او تبلیغاتي جګړې پر ضد د لومړی کرښې مبارز تحریک د رهبرۍ نیابت څه اسانه کار نه دی. خو شهید منـصــور صاحب د رب تعالی په ځانګړي نصرت او خپلې قوي او مدبرانه رهبرۍ سره په ډېره بریالۍ توګه دا ستر تحریک رهبري کړ.

_بیا هغه مهال چې مرحوم لوی ملا صاحب وفات کیږي او د اهل حل والعقد شوری لخوا منـصـور صاحب ته مسؤلیت سپارل کیږي، دلته بیا هم په ډېر حکمت او ځیرکتیا سره د ټولې نړۍ شیطاني استخباراتي قوتونو ته ماتې ورکوي، خپل هدف کې بریالی کیږي، صف متحد ساتي او تحریک رهبري کوي.

_د مرحوم مشر ملا صاحب د وفات له اعلان وروسته یوه بله د سخت ازمایښت او چیلنج دوره پیلیږي. دا مهال نړۍ تقریباً په یوه نوې او تازه بڼه خپله جګړه پیلوي. هم نظامي، هم سیاسي، هم استخباراتي او هم تبلیغاتي. دښمن پوره هڅه وکړه چې دا متحد صف په نفاق مات کړي. د همدې هدف لپاره یې د جګړې د سختولو تر څنګ، د نړیوالو او سیمه ییزو استخباراتو لخوا د سولې په نامه دروغجنې، فرېبجنې او دوکه ورکونکې عونډې پیل کړې، د اما رت له صفه یې د ځینو کسانو د جدایی لپاره تبلیغات پیل کړل. په دغسې یوه سخت حالت کې منـ.صـ.ور صاحب نه یوازې دا چې د دښمن شومې دسیسې یې ناکامې کړې او خپل شوم هدف کې یې بریالیتوب ته پرېنښود؛ بلکې په خپل قوي سیاست او نوښتګرو تکتیکونو سره یې دښمن سخت وارخطا او لار ورکی کړ. منـصـور صاحب وکولای شول چې هم صف متحد وساتي او هم خپل د تحریک اهداف وساتي، هم یې جګړه منظمه کړه، نوې سیمې یې تر خپل کنترول لاندې راوستې، او هم یې سیاست او دیپلوماسي فعاله او پراخه کړه. د تحریک د لا منظم او غښتلي کېدو لپاره یې نوي کمیسیونونه رامنځته کړل، د جګړې د منظم او کارنده کېدو په برخه کې یې منظم قطعات رامنځته کړل، چې د همده د ربهرۍ دوره کې د کندز ولایت ونیول شو. په سیاسي برخه کې یې د پردیو استخباراتي کړیو استخباراتي غونډې او هڅې رد او ناکامې کړې او په مقابل کې یې د اما رت سیاسي هلې ځلې پراخې، منظمې او منتجې کړې.

_د منـصـور صاحب یوه بله کارنامه د داعـشي فتنې په مقابل کې پر وخت او کارنده پالیسي وه چې له برکته یې له نېکه مرغه هېواد د یوې خورا خطرناکې فتنې له شره وژغورل شو. دا عـشي فتنه دومره اسانه او ساده ستونزه نه وه؛ که د داعش اړوند د هماغه مهال امریکایي شنوونکو تبلیغاتي هڅو ته پام وکړو، معلومه به شي چې له دغې ډلې امریکا څومره خطرناکې او لویې موخې درلودې. حتی ډېری کارپوهان په دې اند و چې نور به طا لبان د داعش پواسطه له منځه ځي او ځای به یې همدا نوې ډله نیسي. همدارنګه که د عراق او سوریې هېوادونو کې د داعش هغه مهال پرمختګونه وګورو، نو ویلی شو چې دلته د دې ډلې مخنیوی او له منځه وړل هم اسانه نه و. شهید منــصــور صاحب په خورا حکمت او اصولي طریقه لومړی دې ډلې څخه د استازو او لیکونو پواسطه دلته له خپلسریو او د خپلې مفکورې له پلې کولو منع کړای شول؛ خو په مقابل کې یې نه یوازې دا چې داعشي ډلې د منـصـور صاحب معقول او پر ځای غوښتنې ونه منلې، بلکې په ډېر سپکاوي او سپینسترګی سره یې د طا لبانو پر خلاف جګړه پیل کړه. خو له نېکه مرغه د منـصـور صاحب کامیابې پالیسۍ یې مخه ونیوله.

_شهید منــصــور صاحب د دې ترڅنګ چې صف یې یو موټی او متحد وساته؛ د تحریک ریښې یې ټول هېواد ته وغځولې. یو وخت چې شمال کې د طا لبانو فعالیت نسبت د هېواد نورو سیمو ته کم رنګه و، خو د منـصــور صاحب په رهبرۍ په شمالي سیمو کې تحریک خورا غښتلی او پیاوړی شو، او د شمال د نورو قومونو ډله ډله خلک یې په دوستۍ خپل صف ته را مات کړل. ټول هېواد یې په یوه غښتلې رسۍ سره ونښلوه. داسې چې نن دښمن هم د امارت په هېواد شمولۍ اعتراف کوي.

نو پای ویلی شو چې، شهید منــصــور صاحب تقبله الله خورا پیاوړی رهبر، مدبر امیر او غښتلی مشر و. رب تعالی دې یې ټولې هڅې او قربانۍ قبولې، صف یې متحد او هیلې پوره کړي.

آمین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button