لغمان کې وضعیت عادي شوی؛ طالبان نیول شویو سیمو کې فعال حضور لري

  عزم،دوشنبه، ۳غویي۱۴۰۰):راپورونه وایي چې د لغمان ولایت په الینګار او علیشنګ ولسوالیو او مرکز مهترلام کې لا هم طالبان په نیول شویو سیمو کې فعال حضور لري، خو ټولو سیمو کې وضعیت په عادي بڼه روان دی.
که څه هم تیره شپه دولتي چارواکو ادعاوې وکړې چې د نویو امنیتي قطعاتو په لیږلو سره یې تیره شپه هلته پر میشتو طالبانو درانه هوایي او ځمکني عملیات تر سره کړي، خو سرچینې وایي چې دولت پلويو جګړه مارو له ښاره آخوا نفوذ نه دی پیدا کړی او نه یې هم هغه سیمې بیرته نیولې، چې تیره شپه د طالبانو لاس ته لویدلې وې.
ځینې خبري سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو نظامي قومندانانو پرېکړه کړې چې د ښوونځیو د ازموینو تر پایه د لغمان په مرکز خپل عملیات وځنډوي.
بلخوا بیا د لغمان والي رحمت الله یارمل او د ملي دفاع وزارت تر سلو زیاتو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې، خو په دې هکله ټولنیزو رسنیو کې له پخوانیو او فتوشاپ انځورونو پرته کوم اسناد نه دي رسنیز شوي.
طالبان چې ډیر کم د دې جګړې راپور ورکوي ویلي چې دا مهال وضعیت نورمال او د ډاډ وړ ده، خو تیره ورځ یې شاوخوا یوولس ۱۱امنیتي پوستې نیولې دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د نومونو په خپرولو سره ویلي چې په ټوله کې یې، د تیرو شلو ساعتونو په ترڅ کې ۳۷امنیتي پوستو باندې ولکه ټینګه کړې چې د ګڼو عسکرو د وژل کیدو، نیول کیدو سربیره یې په لسګونو میله سپکې او درنې وسلې هم ترلاسه کړې دي.
ښاریان وایي چې تیره شپه پر ځینو ملکي میشت ځایونو هوایی بریدونه شوي، خو دا مهال په ښار او اړوندو سیمو کې یې وضعیت عادي بنه لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button