طنز: لارښودونکی او مرسته کوونکی

ښوونکي په خپل لومړني درسي ساعت کې له زده کوونکو د نیکو کارونو په اړه پوښتنې پیل کړې، د لومړۍ کتار اول هلک یې اوچت کړ او پوښتنه یې ترې وکړه: ګرانه! نن دې کوم نیک کار کړی دی؟
زده کوونکي ځواب ورکړ: هو! ښوونکیه…
ښوونکی: نو څه دې کړي؟
زده کوونکی: یو بوډا سړی بس ته پورته شو او چې جېب یې وپلټه؛ نو د بس ټیکټ او پیسې ورسره نه وې.
ښوونکي یې خبره ور پرې کړه: ښا؛… نو تا ورسره د پیسو مرسته وکړه، ټیکټ دې ورته واخیسته افرین، صد افرین ګرانه!
زده کوونکي استاذ ته ور وکتل او مړه یې وویل: نه ښاغلیه! ما ورته ټیکټ وا نه خیسته؛ بلکې د پلي تګ لاره مې ور وښوده.
ښوونکي تندي ته ټس ورکړ، بل تن یې پورته کړ او د ترسره کړي نیک عمل پوښتنه یې ترې وکړه.
هغه وویل: ښاغلیه! کوم بوډا ته چې زما ملګري د پلي تګ لاره ورښودلې وه، هغه په لاره کې ډېر قرار او سست روان و، ما فکر وکړ، چې په دې شان هغه د شپې هم خپل ځای ته نشي رسېدلی؛ نو شا ته مې سپي ورپسې کړل، څو ژر ورسیږي.
استاذ د ځواب په اورېدلو سره خلاصې سترګې پاتې شو او دواړه نیکان زده کوونکي یې له ټولګي ووېستل.
ژباړه: خالد مشال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button