د کرنې وزارت ۱۴ زره بزګرانو ته پور ورکوي

عزم(دوشنبه، ۱۰، غبرګولی ۱۴۰۰): د کرنې وزارت وايي، په پام کې لري چې د دغه وزارت د پراختیايي صندوق له لارې ۱۴ زره او ۳۰۰ بزګرانو ته ۱.۱ مېلیارده افانۍ پور ورکړي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پورونه د درېیو او پینځو کلونو لپاره ورکول کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، د پورونو د ورکړې هوکړه لیکونه د کرنې د پراختیا صندوق «ADF» رییس ډاکټر ایمل آرمان او « د کوچنیو پورونو لومړنی بانک، اکسس افغانستان، فینکا افغانستان او نوې طرحې شرکت» چارواکو ترمنځ چې د کرنیزو پورونو ورکوونکي دي، ترمنځ لاسلیک شول.

په خبرپاڼه کې د کرنې وزیر انورالحق احدي له قوله ویل شوي، موږ داسې قراردادونه لاسلیک کوو، چې له مخې یې څلور بېلابېلو مالي موسسو ته ۱.۱ میلیارده افغانۍ ورکول کېږي. ددغو موسسو له ډلې دوه موسسې، چې بزګرانو او یا هغو بنسټونو ته، چې د کرنې سکټور سره تړاو لري پور ورکول کېږي. د کوچنیو پورونو لومړنی بانک ته ۵۰۰ میلیونه افغانۍ، اکسس افغانستان ته ۳۰۰ میلیونه افغانۍ، فینکا ته سل میلیونه افغانۍ او د نوې طرحې شرکت ته نږدې سل میلیونه افغانۍ پور ورکول کېږي. په ټولیزه توګه له دغو پورونو به څه باندې ۱۴ زره بزګران برخمن شي. «یادې مالي موسسې، چې ددې هوکړه لیک د لاسلیک په پایله کې د کرنې د پراختیا صندوق څخه پور تر لاسه کوي، هر یو یې بزګرانو او د کرنې اړوندو فعالیتونو لپاره وړې پورونه برابروي.»

د ده په خبره، یاد صندوق د خپل تاسیس له پیل تردې دمه ۱۳.۲ میلیارده افغانۍ پور منظور او دغه رازکرنیزو سوداګرو، کوپراټیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړو، د غواساتنې، کب روزنې او چرګانو پالنې فارمونو، د وچ او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو توکو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۱۰.۴ میلیارده افغانۍ وېشلي دي. له دغو چوپړتیاوو څخه په ۳۲ ولایتونو کې ۵۵زره او۶۶بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.

د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې په ۱۳۸۹یم کال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې د امریکا متحده ایالاتو پراختیایې ادارې « USAID» د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په مرسته خپل فعالیت پیل کړ. د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول ددې صندوق عمده دندې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button