د باګرام پوځي اډې پریښودل که د اشغال خاتمه

عاکف مهاجر

د قطر مرکز دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ له څو پړاوونو مذاکراتو وروسته توافقنامه په دې وشوه چې امریکا به د اشغال پای اعلانوي او طالبان به په راتلونکي کې له افغان خاورې څخه امریکا ته د ګواښ مخه نیسي.

د توافقنامې له مخې باید په څوارلس میاشتو کې دننه امریکا او متحدین یې خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي، خو په دغه موده کې به دواړه لوري په یو بل برید نه کوي چې طالبانو همداسې وکړل خو امریکا بیا هم په وار وار له تړون پښې وباسلې او تړون یې نقض کړ خو طالبانو د شریعت په رڼا کې تړون تر بایه نقض نه کړ.

د څوارلس میاشتو په تیریدلو سره امریکا که څه هم ګڼې اډې بریشودې او ډیر سرتیري یې وباسل خو بیا یې هم ۲۵۰۰ سرتیري پاته شول چې وروسته د امریکا نوي ولسمشر دغه نیټه کې تمدید وغوښت او د سپتمبر یوولسم یې د خپل اشغال پایته رسولو نیټه اعلان کړه چې دغه ورځ د امریکا په نړیوال تجارتي سنټر او نورو څو مرکزونو د برید له نیټې سره هم برابره راځي.

د مۍ له لومړۍ نیټې که څه هم میاشت دا ده تیره شوه، امریکا د کندهار د مهمې اډې په شان څو نورې اډې پریښودلې خو اوس یې تازه اعلان کړی چې د باګرام پوځي اډه به هم په راتلونکو دوه اونیو کې بریږدي.

د باګرام اډه چې تر ټولو ستره امریکایي اډه بلل کیږي او د شل کلن اشغال په دوران کې تر نورو اډو ډیر بهرني سرتیري پکې میشت ول، د امریکا د ولسمشرانو په شمول لوړ امریکایي چارواکي هم څو واره همدغې اډې کې کوز شوي او آن افغان ولسمشر اشرف غني یې ملاقات ته هلته وربللی وو، مهمه او استراتیژیکه اډه بلل کیږي.

د روسانو پر وخت هم دغه اډه د روسي ځواکونو لپاره مهمه اډه بلل کیده او اوس د امریکایانو لپاره هم مهمه اډه وه چې هر څه یې له دغې اډې کنټرولیدل اوس یې پریښودل د اشغال د پای په معنا ده اوس داسې معلومیږي چې د دغې اډې بریښودل د اشغال د بایته رسولو به معنا ده او داسې ښکاري چې نور به امریکایي اشغال پایته ورسیږي.

ان شاءالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button