اسرائيل: په ډزو کې ۲ تنه يهودان وژل شوي ۸ نور ټپيان دي

اسرائيلي رسنۍ وايې چې د تل ابيب په زړه کې د ډزو په يوه پيښه کې دوه تنه اسرائيليان ووژل شول او ۸ نور ټپيان شول چې ددوه تنو حالت د انديښنې وړ دی.
ويل کيږي چې امبولاسونه دپيښې ځای ته په بيړه رسيدلي ترڅو ټپيان رغتونونو ته انتقال کړي، بريد کوونکی د پيښې له ځای څخه په تيښته بريالی شوی، خو پوليسو يې لټون پيل کړی.
بل خوا اشغالګرو اسرائيلو پوليسو هم ديوې بيانيې په خپرولو سره پيښه تائيد کړې او ويلي يې دي: دجمعې دمازديګر لږه شيبه وړاندې يو تن وسلوال ديهودانو په لور ډزې وکړې چې له امله يې لسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته، خو داسې ښکاري چې مشکوک بريد ګر له سيمې څخه په تيښته بريالی شوی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button