Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

افغانستان تېر عیسوي کال نږدې دوه ملیارده ډالره صادرات درلودل

عزم(دوشنبه، د مرغومي ۱۱مه، ۱۴۰۲): د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبر کې ویلي چې افغانستان په تېر ۲۰۲۳ عیسوي کال کې نورو هیوادونو ته د شاوخوا ۱.۹ میلیارده ډالرو په کچه صادرات درلودل. د وزارت له یادښته چې ددې صادراتو په مټ د تېر په پرتله د افغانستان په صادراتو کې دوه سلنه لوړوالی راغلی دی.
وزارت ویلي، چې د سالنګ لویي لارې د ترمیم په موخه دددې لارې یو څه وخت بندېدل، د ډبرو سکرو صادراتو کې کموالی راتلل او د ګاونډیو هېوادونو ستونزو سره سره بیا هم د صادراتو په برخه کې ۲سلنه زیاتوالی راغلی. دوی وایي چې دا زیاتوالی د پیسو په ارقام ۴۱ میلیونه ډالره کیږي.
وزارت زیاتوي چې د افغانستان د صادراتو زیاته برخه کرنیزو محصولاتو پنبه، وچ انځر، مڼو او… جوړوي. وزارت وایي چې تېر کال یې پاکستان، ازبکستان او تاجکستان ته د صادراتو په کچه کې لږوالی راغلی، خو برعکس هند، چین او قزاقستان ته یې کچه لوړه شوې ده.
وزارت ژمنه کوي چې ټول هغه فکټورونو باندې به کار کوي چې د افغانستان د صادراتو په کچې مثبته اغېزه ښندي.
یاده دې شي چې اسلامي امارت زیار باسي چې هیواد له اقتصادي پلوه پر ځآن بسیا کړ.ي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button