طالبان : قاري دین محمد حنیف له هیڅ کومي رسنۍ سره مرکه نه ده کړې

احمدبشار

د تاند پښتو ویب  پاڼې داناتولیا اژانس د راپور په استناد راپور خپور کړی چې د طالبانو استازي قاري دین محمد ویلي چې د کابل رژیم له چارواکو سره خبرو ته اماده دي او دا خبرې به په راتلونکې اوونۍ کې ترسره شي.

له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته یوه خبر پاڼه لیږلي وايي چې قاري دین محمد حنیف صاحب له هیچ کومې رسنۍ سره مرکه او خبري نه دي کړي نوموړي ویلي په دې اړه چې هرڅه رسنیو اخیستي تش افواهات دي هیڅ حقیقت نلري ، نوموړي تکرارا ویلي چې رسنۍ باید حقایق په نظر کې ونیسي او دپروپاګند پرځاي واقعیتونه خپاره کړي.

څو ورځي وړاندي هم پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې په نژدې راتلونکي کې به دطالبانو او اشرف غني د ادارې ترمنځ خبرې ترسره شي، طالبانو هغه مهال هم دا ډول ګنګوسې رد کړې ، چې وروسته امریکا او دکابل ادارې چارواکو هم دا خبر رد کړه چې ګواګي له طالبانو سره خبرې ترسره شوي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button