په یمن کي دحوثیانو په مرکزونو بمباري روانه ده
دائتلاف الوتکو نن په شپږمه ورځ هم دیمن په بېلابېلو سيموکي دحوثيانو او عبدالله صالح دملېشو په مرکزونو هوايي بریدونو ته ادامه ورکړې ده.
دعاصفة الحزم عملیاتو ویاند احمدالعسيري ویلي، چي دوی په ضالع، شبوة او صعدة کي دحوثیانو په مرکزونو هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
عرب ائتلاف خبر ورکړی، چي په حوثیانو او دعبدالله صالح په وسله والو ملېشو تر بمباري وروسته یې عدن دهغوی له خطر څخه ژغورلی دی، العسيري ویلي، چي اوس عدن ته دحوثیانو له لوري خطر متوجه نه دی.
نوموړي تيره ورځ وویل، چي دعدن، شبوة او ضالع لوري ته یې دحوثیانو دپرمختګ مخه نیولې ده، دائتلاف الوتکو دحوثیانو کاروانونه ویشتلي او مرکزونه يې ور بمبار کړي دي.
ائتلاف ویلي، چي په ضالع کي يې دحوثیانو اړوند ۳۳ قطعه ويشتلې ده او په بشپړه توګه يې له منځه وړې ده.
العسيري ویلي، چي دوی دحوثیانو دوسلو زیرمي او بلاستیکي توغندي ویشتلي دي او هغه سيمي یوځل بیابمبار شوي، چي مخکي دائتلاف الوتکو په نښه کړې وې.
راپورونه وايي، چي له حوثیانوسره په عدن، ضالع، بیضاء او یوشمېر نوروسيمو کي دقبائلو له لوري ځمکنۍ جګړه هم روانه ده، چي په ترڅ کي يې لسګونه کسان ټپیان او وژل شوي دي.
داسي راپورونه ورکړل شوي، چي حوثیان دسعودي پولي ته نږدې شوي دي او دسعودي له پوځ سره ددرندو وسلو ډزي تبادله شوي دي.
په یوه تازه خبري کي چي دا اوس یمني رسنیو خپور کړ ویل شوي، چي په تعز ولایت کي دسعودي عربستان یوه الوتکه ویشتل شوې او نسکوره کړای شوې ده، تراوسه ددغې پيښي په اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي، تردې وړاندي هم دیمني رسنیو له لوري دیوې بلي الوتکي دنسکورېدلو خبر ورکړل شو، چي سعودي تائيد نه کړ.
تراوسه سعودي دخپلي یوې الوتکي دنسکورېدلو خبر ورکړی، چي لامل يې تخنیکي ستونزه بلل شوې وه.
عادل خپلواک