د نیلو فر پلار یې پرلور د جنسی تیري کوونکو اعدام غواړي

نیلوفر وړه دوه کلنه ماشومه ده چی خبرې هم سمې نشي کولی په تخار ولایت کی د جنسي تیري قرباني شوه

د نیلوفر پلار وایې دری ټوپک مارانو د تخار ولایت د رستاق په ولسوالۍ کې د ده پر ماشومې لور جنسي تیری کړی دی

ده وویل، په تخار ولایت کې مې د رشوت د ورکړې توان نه درلود:

  په دوه کلنې نیلوفر جنسي تېري کوونکي  د خدای د قانون سره سم اعدامول غواړم

د نیلوفر پلار وویل، شپږ میاشتې کیږي چې د عدل او انصاف په خاطر کابل ته راغلی دی:

خو حکومت ور سره عدل او انصاف نه دی کړی

د ولسوالۍ د جنایي مرستیال رانه دوه لکه افغانۍ غوښتې خو زه په سیمه کی یو غریب کس  یم  چی دا له ماسره ظلم زیاتی ده

د نیلوفر پلار د ځان او د لور د وژلو او یا د قناعت ور کولو غوښتنه کړې ده

ده دا هم وه ویل چی جمهور ريیس محترم اشرف غني دې زما ماشوم له خپل ماشوم سره مقایسه کړي، که داسې ظلم ورسره وشي، هغه به څه کوي.”

دا چې سترې محکمې د نیلوفر پر دوسیې څومره اجراات کړي د دې ادارې مسوولینو په دې اړه د معلوماتوله ورکولو ډډه وکړه.

په هیواد کې دا لومړی پیښه نه ده بلکې له دې وړاندې هم د هېواد په ځینو سیمو کې پرماشومانو جنسي تیري شوي دي.

محمد طاهر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button