پارلماني ټاکني یو کال وځنډول شوې

دګډ حکومت دلومړي مشر اشرف غنی دوهم مرستیال سرور دانش ویلي، چي پارلماني ټاکني دیوه کال لپاره ځنډول شوي دي.
سرور دانش نن ولسې جرګې ته په خپلو خبرو کي وویل، چي پارلماني ټاکني به تر ټاکلي وخت یوکال وروسته ترسره شي.
نوموړي وویل، چي دولسمشر اشرف غنی دفرمان له مخي دټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون په ټاکنیزو اصلاحاتو بوخت دی او له یوه کال وروسته به شفافي ټاکني ترسره شي.
دوه ورځي وړاندي ولسمشر اشرف غنی دشکريې بارکزۍ په مشرۍ دټاکنیزو اصلاحاتو دکمیسیون دجوړولو اعلان وکړ، چي دګډ حکومت ددوهم مشر ډاکټر عبدالله له مخالفت سره مخ شو.
اجرائیه رئیس داکټرعبدالله ویلي، چي د بارکزۍ ټاکل دوی ته دمنلو وړ نه ده او باید دیاد کمیسیون دمشرۍ لپاره له سره غور وشي.
اجرائیه ریاست ویلي، چي دشکريې بارکزۍ په ټاکلو کي له دوی سره هیځ ډول مشوره نه ده شوې، چي دا ددواړو مشرانو ترمنځ له شوې موافقې څخه مخالفت دی.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button