چین :سینکیانګ کې په ږېره اوږدولو او حجاب بندیز لګولی دی

(شنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل): د چین حکومت د خپل هیواد په لوېدیځه برخه کې د اویغیور اړوند دسینکیانګ سیمه کې په مسلمانانو یو لړ نوي بندیزونه رامنځ ته کړي دي .
سینکیانګ سیمه د اویغوري مسلمانانو سیمه ده چې د چین حکومت له لوري له بشري حقونو سر غړوني پکې رامنځ ته کیږي .
د یادي سیمي اوسېدونکي وایي چې دوی د حکومت له لوري له توکمپالني سره مخ دي او له ډېرو بشري حقونو بې برخي دي .
د نوي بندیز له مخي په عامه ځایونو کې مسلماني ښځي خپل ټول بدن او مخ نشي پټولای ، دغه راز مسلمان نارینه به یې ږېره نه اوږدوي .
د بشري حقونو د دفاع ډلي د حکومت له لوري دا بندیزونه غیر قانوني ګڼي او وایي چې دادخلګو په حقونو تېری دی .
د چین حکومت وایي چې دا بندیزونه یې د تروریزم د مخنیوي لپاره رامنځ ته کړي دي ، دیادو بندیزونو ترڅنګ ځيني نور بندیزونه هم رامنځ ته شوي دي لکه :
دولتي ښوونځیو ته د ماشومانو له استولو ډډه،
د کورنۍ تګلارې له تنظیمولو ډډه کول
د ډېری حقوقوي اسنادو ویجاړول
یوازې د مذهب پربنسټ د واده کول
جاوید احمد