وال سټرېټ ژورنال: په ایټالیا کې د چټ جي پي ټي پر کارولو بندیز ولګېد

عزم(شنبه، وري۱۲مه، ۱۴۰۲): وال سټرېټ ژورنال د ایټالیې د چارواکو له قوله خبر ورکوي چې یاد هیواد په خپله خاوره کې نور د چټ جي پي ټي کارولو ته اجازه نه ورکوي.
د ایټالیا د محرمو اطلاعاتو د ساتنې اداره وایي چې یاد اقدام یې د اطلاعاتو د ساتنې په خاطر کړی دی. د یادې ادارې په وینا چې چټ جي پي ټي ناسم معلومات راټول او ذخیره کړي وو. مسوولینو ویلي چې یاد کار یې موقتي دی او ښایي ستونزه ژر حل شي.
چټ جي پي ټي هم منلې چې نور په ایټاليې هیواد کې فعالیت نه شي کولی. ایټالیا لومړی هیواد شو چې یاد روباټ په خپل هیواد کې تړي.
چټ جي پي ټي یو ځواکمن مصنوعي ځيرمن روباټ دی چې د یو عادي انسان په څېر درسره مکالمه کولای شي. چټ جي پي ټي هر ډول پوښتنې ته منطقٍي ځواب وایي او د یو عالم په توګه درسره مخیږي.
اوپن اې ای شرکت یاد روباټ په ۲۰۲۲ طراحي او فعال کړ. د یاد روباټ فعالیت ګڼې پوښتنې راولاړې کړي. پوهان او د پیډاګوژۍ د علم متخصصین یاد ماشین د انسانانو د طبیعي ودې، د ذهن د پڅولو او د لټتیا لوی فکټور ګڼي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button