کابل ښاروالۍ: دولتې غصب شوې زرغونې سيمې له غصبه بېرته راګرځوو

عزم(شنبه، ۱۲مه، ۱۴۰۲): د کابل ښاروالۍ په یوه تازه اقدام کې د شنو ساحو د بیا راګرځولو ژمنه کړې ده.
ښاروالۍ ویلي چې یاد کوټلی اقدام د هغه ماسټر پلان له مخې اخلي چې د زرغونو ساحو د بیا راګرځولو او د دولت برخه ګرځولو لپاره بې جوړ کړی دی.
ښاروالۍ د کابل اوسېدونکو او ښاریانو هم غوښتې چې په خپلو سیمو کې دزرغونو ساحو په ورپېژندلو کې د ښاروالۍ له کارکوونکو او مامورانو سره مرسته وکړي.
ښاروالۍ د کابل ښار اوسېدونکو ته ویلي چې د داسې ځمکو په لیدو دې اړوندو ناحیو ته مالومات ورکړي.
.
د یادونې وړ ده چې د کابل ښاروالۍ د کابل ښار په ساتنه، تنظیم او رغاونه کې بې سارې ونډه اخیستې ده.
ښاروالۍ په وروستیو کې د پېر او پلور نرخنامې هټۍوالو ته چمتو کړي چې له مخې یې د لوړ پېر او پلور مخه ډب کړې ده.
تر دې وړاندې هم ښاروالۍ د ځمکنیواکو پر خلاف غوڅ او چټک ګامونه اخیستي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button