ماشومان په جوماتونو کې د لمانځه لپاره چېرته ودریږي؟

سیدنا ابو مالک اشعري رضي الله عنه وویل: ایا زه ستاسې پر وړاندې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم لمونځ بیان نه کړم؟
بیا اشعري رضي الله عنه وویل، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې لومړی اقامت وویل شو، بیا هغه د نارینه وو لیکه جوړه کړه، تر شاه یې د ماشومانو لیکه برابره کړه او بیا یې لمونځ وکړ.
ابو مالک رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول لمونځ روایت کړ او بیا یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له قوله وویل، چې: «لمونځ همدا ډول دی.»
په دې وخت کې د عبدالاعلی په نوم یو راويي وویل: فکر کوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د امت لمونځ همداسې دی! (سنن ابي داود: ۶۷۷)

تشریح:
سمه طریقه دا ده چې په جماعت (ګډ) لمانځه کې له امام سره نیږدې لومړي صف کې باید عالمان، مشران او بالغ کسان ودریږي. بیا دې ماشومان ورپسې ولاړ شي. خو دا چې د ماشومانو لپاره دې کوم ځانګړی صف شاته جوړ شي؛ په دې اړه کوم قوي دلیل نشته.
همداراز که چیرې لمونځ کوونکي کم وی؛ ماشومان هم کولی شي په لومړي صف کې د مشرانو ترڅنګ ودریږي. څنګه چې په یو حدیق شریف کې له ابن عباس رضي الله عنه روایت دي: «زه په صف کې داخل شوم او چا انکار ونکړ.» (متفق علیه)
د روایاتو له مخې ابن عباس رضي الله عنه په دې وخت کې قریب البلوغ و.
له پورتنیو حدیثونو ثابتیږي، چې ماشومان باید تل د مشرانو شا ته او هغو ځایونو کې ودریږي، چې نور له دوی زیات عمر لرونکي څوک نه وي.

ژباړه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button