جامعه قاسميه : ۲۱ تنه عالمان د افتاء له زده کړو فارغ شول

اکوړه خټک (۱۱غويي ۹۴ عزم) په هغه غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ د جامعه قاسميه له خوا جوړه شوې وه د هيواد دنومياليو عالمانو په لاس ۲۱ تنه فاضلانو ته دفقې او حديثو د تخصص د دوه کلنې دورې په بشپړلو د فضيلت دستار ورپه سر شو.
په دغه غونډه کې چې سلګونو تنوعالمانو،طالبانو او عامو مسلمانانوګډون درلود د نورو عالمانو ترڅنګ د هيواد پياوړو عالمانو شیخ عبدالرشيد او شيخ عبدالغني حقاني هم ويناوې وکړې او د علم په فضيلت يې د غونډې برخوالو ته خبرې وکړې.
جامعه قاسميه چې د بنسټ ډبره يې په ۱۴۲۵ هـ ق د هيواد پياوړي ديني عالم او ژوناليست ارواښاد مولوي رحيم الله زرمتي له خوا کېښودل شوه تر اوسه يې ګڼ شمېر په ديني زده کړو سمبال ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي.
غونډې ته کې د يادې جامعې مشر او د ارواښاد مولوي رحيم الله زرمتي ځوی مفتي حبيب الله قاسمي هم خبرې وکړي او راغلو ميلمنوته دښه راغلاست او مننې تر څنګ يې دا زيری هم وکړ چې په راتلونکي کال کې به د تخصص د دورو تر څنګ د احاديثو دوره هم لوستل کيږي.
ديادونې وړ ده چې جامعه قاسميه د نورو ديني مدرسو پرتله يو ځانګړی او منظم درسي سيستم او نصاب لري چې له امله يې زده کوونکي په لږ وخت کې دديني زده کړو تر څنګ عصري علوم،عربي او انګليسي ژبې،ژورناليزم او په نورو برخو کې په منظمه توګه زده کړې ترلاسه کوي او هر کال ترې لسګونه عالمان د فقې او حديثو د تخصص دوه کلنه دوره بشپړوي.
عبداللطيف نظيف