هلمند او اروزګان کي ګڼ شمېر عسکر وژل شوي

داروزګان ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چي داروزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کي دجګړې په ترڅ کي ۲ پولیس وژل شوي دي.
چارواکو ویلي، چي دهراود ولسوالۍ ته پولیس دعملیاتو په هدف وتلي وو، چي په سیمه کي جګړه رامنځ ته شوه او په ترڅ کي يې دوه پولیس ووژل شول، ویل شوي، چي اوس هم په سیمه کي سخته جګړه روانه ده.
له بله پلوه دهلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو دعسکرو او اربکیانو په پوستو پراخ تعرضي بریدونه پيل کړي دي، چي اوس هم جګړه روانه ده.
راپورونه وايي، چي نن سهار څلور بجې طالبانو دسنګین ولسوالۍ دڅاروان کلا په پوزي سیمه کي داربکیانو او عسکرو په امنیتي پوستو بریدونه پيل کړل، چي په ترڅ کي يې طالبانو درې پوستې نیولي.
طالبانو ویلي، چي ددغو جګړو په ترڅ کي يې ۸ عسکر او ۵ اربکیان وژلي او ګڼ مهمات او وسلې يې نیولي دي.
راپورونه وايي، چي په سنګین ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو دعسکرو په یوه کاروان هم برید کړی، چي په ترڅ کي یې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
عادل خپلواک