مصر:کوچنيانو ته د شيعه مذهب د زده کړو په ګوند بنديز ولګيد

1311

(۱۱غويي ۹۴ عزم) دمصر په شمالي سيمه الشرقيه ايالت کې کوچنيانو ته د شيعه مذهب د جبري زده کړو په تور د فاطمة الزهراء ګوند په فعاليتونو بنديز ولګيد. د العربيه تيلويزيون دخبر له مخې دنوموړي ګوند په اړه راپورونه ترلاسه شوي وو چې له ۵ څخه تر ۷ کالو کوچنيو ماشومان ته د زده کړو په پلمه د شيعه مذهب تعليمات او زده کړې ورکولې .

د مصر د کلتوري يووالي وزارت مرستيال سلامه نصر رسنيوته وويل چې په الشرقيه ايالت کې د ياد ګوند په اړه د غير قانوني کړنو په اړه راپورونه ترلاسه شوي وو چې دولت د یاد ګوند فعاليتونه څارل چې وروسته د ځايي اوسيدونکو له خوا هم دولت ته شکايت وشو چې دغه ګوند کوچنيانو ته د زنځير او سينو وهلو روزنه ترڅنګ د شيعه مذهب دنورو رسمونه او عبادتونه زده کړې ورکوي چې وروسته د دولت له خوا د فاطمة الزهراء ګوند وتړل شو.

د سلامه نصر په وينا د دغه ګوند مشر يو مصری دی چې ۱۵ کاله يې په عراق کې تير کړي دي او هلته يې له يوې عراقۍ مېرمنې سره واده وکړ چې په ۲۰۱۱ کال مصر ته راستانه شول او ددغه ګوند په جوړولو يې لاس پورې کړ.

سلامه نصر ويلي چې هيچا ته به اجازه ورنکړي چې په هيواد کې يې مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button