چارلي هبدو: نور د حضرت محمد(ص) کاريکاتور نه جوړوو

0,,18174905_303,00

 (۱۱غويي ۹۴ عزم) د فرانسې دمشهورې مجلې کارتونست ويلي دي چې نور د حضرت محمد (ص) کاريکاتور نه جوړوي او نور له دې کار څخه ستړي شوي.

د لوز په نامه دغه کارتونست ويلي چې تر دې دمه يې ډير کارتونونه جوړ کړي دي خو هيڅکله يې کوم ډار او وېره نه ده احساس کړې مګر دوه کاريکارتوره چې يې ډار کړی هغه هم يو د فرانسې د صدر اعظم او بل د مسلمانانو د پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم کاريکاتور و،نوموړي ويلي چې د فرانسې د وزير اعظم په کاريکاتور کې هم دومره نه دی ډار شوی لکه د حضرت محمد (ص) په کاريکاتور په  جوړولو کې.نوموړي چې د فرانسې له يوې مجلې سره يې خبرې کولې وويل چې د حضرت محمد (ص) دکاريکاتورپه جوړولو کې سخت په ويره ډار کې و او ډېر ستړی او نا ارامه و.

نوموړي دا هم ويلي چې نور نه غواړي چې ټول عمر په دې هنر کې تيرکړي.

د فرانسې چارلي هبدو مجلې په ۲۰۱۱ کال کې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) کاريکاتور جوړ کړ چې په ټوله نړۍ کې يې د مسلمانانو غصې او احساسات راوپارول او په ټوله نړۍ کې ددغه ناوړه عمل په خلاف لاريوونونه وشول.

2015_1_8_11_47_1_345

ديادونې وړ ده چې تېر کال  دسعيد او شريف په نامه د اسلامي دولت دوه تنه پلويانو چې دواړه ورونه وو په فرانسه کې يې د چارلي ابدو د مجلې په مرکزي دفتر بريد وکړ چې د دفتر د ۷ تنه کارکوونکو په ګډون يې ۱۲ تنه وژلي وو.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button