دترکيې۳ پوهنتونونه د نړۍ دسلو ښو پوهنتونونو په لېست کې راغلل

sabanci

(۱۱غويي ۹۴ عزم) د برتانيې د ټايمز هايي ايجوکيشن په نامه  اوونيزې په نړۍ کې له ۵۰ کالو څخه راپديخوا د جوړو شويو پوهنتونو څخه يې د ۱۰۰ ښو پوهنتونونو لېست خپور کړی چې په کې د بېلابېلو هېوادونو پوهنتونونه شامل دي.چې زياتره يې د لويديځو هيوادونو دي.

خو په دغه ليست کې په  دوه لويو وچو (اسيا او اروپا) کې پروت اسلامي هيواد  ترکيې هم ۳ پوهنتونونه شامل دي.

د (سل له پنځوسو څخه )په نامه دغه لېست کې د سويزرلينډ ايکول پولي ټيکنيک پوهنتون لومړی،د جنوبي کوريا پوسټيج پوهنتون دوهم،د کاسټ پوهنتون دريم،د هانګ کانګ د ساينس او ټيکنالوژۍ پوهنتون څلورم او د سنګا پور نن يانګ پوهنتون په پنځمه درجه راغلي دي.

همدغه راز د ترکيې د سابانسي پوهنتون په ۱۳ د بلکنټ پوهنتون ۲۸ او د کوچ پوهنتون په ۵۱ شمېره کې راغلي دي.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button