د کعبې امام: په دښمن برياليتوب په اتحاد او اتفاق کې ده

(۱۱غويي ۹۴ عزم) د کعبې امام شيخ خالد الغامدي ويلي دي چې اسلام موږ ته د اتحاد او اتفاق او له هر راز مذهبي تعصب څخه د ځان ساتلو درس راکو، ددښمنانو په خلاف برياليتوب د مسلمانانو په اتحاد کې ده
د اسلام اباد په فيصل جومات کې نن د جمعې د خطبې پرمهال شيخ خالد الغامدي وويل چې اسلام يو لوی او بشپړ دين دی او موږ ته د اتفاق،صبر او برداشت درس راکوي او ټول مسلمانان د يو الله مننونکي دي.په اسلام کې بهتري په تقوا او ايماندارۍ کې ده.
نوموړي وويل چې نن سبا تر بل هر وخت مسلمانانو ته د اتحاد او اتفاق ډېرضرورت دی.
فيصل جومات کې نن د جمعې لمونځ د کعبې د امام شيخ خالد الغامدي په امامت اداء شو او هم یې په اسلام اباد کې دهغه سيستم چې له مخې به يې په دغه ښار کې په يو وخت اذان او لمونځ ترسره کيږي پیل وکړ.
عبداللطيف نظيف