عزم موهیلي په واقعیت بدلوي

عمرعزام

له نن نه څوارلس کاله وړاندې د نړۍ ټول کفري ملکونه د افغانستان د اسلامی امارت د ړنګولو په اشر کی زمونږ په هیواد د وږیو لیوانو په څیر راپریوتل، ملک اشغال شوغلامان نصب شول او داسي فکر و چی نور دلته د اسلامیت او افغانیت اساس ونړول شو، ډیره سخته ابتلا وه ډیری خلک یې لکه د سیلاب په څیر د خسوپه شان ورسره واخستل او په ډیر تکبر امریکا د خپل اشغال د بري ډنډوره غږوله.

دا هیواد هغه ډول نه ده چې د غرب هوس ګرو او غلامانو ارزولی و، دلته د صلیب ستر سیلاب په وړاندې صخري او خنډونه جوړ شول، په قلعه جنګي کې د اور په وړاندې غوښي او ویني وجنګیدلې، سلطان رضیه ښوونځي حماسې وزیږولې، شاهي کوټ کفر ته دوزخ شو، بالآخره د هیواد لر او بر د کفر په وړاندې په خوځښت راغی.

دلته د ایمان او کفر جګړه ګرمه شوه، ستر امتحانات راغلل په زرګونو مجاهدینو د کفر په وړاندې سرونه ورکړل، فدایانو داوطلب د خپلو بدنونو په ټوټو د کفر سترې هستۍ ورټوټه کړې.

دلته د کمرې فلش د منزرو د تصویر نیولو پر ځای د کفر ټانګونه په هوا کړل، دلته قومندانان بدل شول، ستراتیژۍ بدلې شوې توطیې جوړې شوې پروپاګنده وشوه او بالآخره په جګړه کې دومره افراط وشوچې د طالب د ساده کلاشنکوف په وړاندې اپاچي او ډرون جنګیدله، دلته مادیت او معنویت په ټکر کې وو.

ټینګ عزم او اراده وه چې هغه د غرب له نظره نه ورتلونکی طالب د الله جل جلاله په نصرت او د دې هیواد د مجاهد پروره ملت په همکاري د دې ستر فرعون په وړاندې سرلوړی او بریالی راووت.

دانګام غلامان ګنګس کړل په هلمند کې سربداله شول، بدخشان هیلي وزیږولې او بالآخره قندوز مو هیلي په واقعیت بدلوي.

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button