طالبانو په کندز کي نيول شوي ۲۸ تنه اربکیان بیرته خوشي کړي

طالبانو دکندز په ولایت کي دوروستیو جګړو په ترڅ کي له ۵۵ نیول شویو اربکیانو څخه ۲۸ تنه دقومي مشرانو په ضمانت او دکلکي ژمني په اخیستلو خوشي کړي دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټر لیکلي، چي ۲۸ تنه اربکيان يې دقومي مشرانو په منځګړيتوب او ضمانت خوشي کړي دي.

طالبانو دکندز په مرکز کي ددوو ورځنیو جګړو په ترڅ کي تر۲۰ ډيري پوستې تر خپلي ولکې راندي راوستلې او ۵۵ تنه اربکیان یې ژوندي ونیول.

دغه اربکیان دکندز دمرکز په اړوندو سیمو کي خپلو خپلوانو ته تسليم شوي دي اوژمنه ورڅخه اخیستل شوې، چي نور به ددښمن لیکو ته نه ورځي او دخپلو خلکو او دين په مقابل کي به جګړه نه کوي.

طالبانو ویلي، چي دوی نه غواړي افغانان له امریکايي ګټو څخه قربان شي او ووژل شي، دطالبانو په وینا، چي دترحم او خواخوږۍ په بنسټ يې ۲۸ تنه اربکیان خوشي کړي دي.

طالبانو په عسکرو، پولیسو، اربکیانو او نورو چارواکو غږ کړی، چي له حکومت څخه بيل او دخپل ولس په څنګ کي ودریږي.

دغه اربکیان په داسي مهال خوشي کیږي، چي لا اوس هم په کندز ولایت کي جګړې رواني دي، ویل شوي، چي طالبانو ددغه ولایت زیاتي برخي نيولي دي اودټول ولایت دنیولولپاره هڅي کوي.

په ورته وخت کي سیمي ته دافغان ځواکونو دمرستي لپاره بهرنیو عسکرو خپلي جنګي الوتکي هم لیږلي دي او په یوشمېر سیمو يې بمباري کړې ده.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!