سږکال به ۳۰ زره حاجیان د حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي

عزم (دوشنبه ۱۱/۲/۱۴۰۲): سږ کال به ۳۰ زره افغان حاجیان د حج اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.
دا خبرې د حج او اوقافو سرپرست وزیر شېخ الحدیت نور محمد ثاقب د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یو خبري کانفرانس ته وکړې او خبریالانو ته یې په روان کال کې د حج پروسې د سهمیې او لګښتونو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي وویل: «دغه سهمیه د حاجیانو د تقاضا پر بنسټ تنظیم شوې ده، چې عام خلک، مجاهدین، د امارتي ادارو کارکوونکي، د شهیدانو او معلولینو وارثین او کډوال پکې شامل دي.»
ده څرګنده کړه: په ټولو زونونو کې د حاجیانو د ټولېدنې ځایونه برابر شوي او له کام ایر هوایي شرکت سره قرارداد شوی چې له مخې به یې کابل، هرات، بلخ او کندهار نه الوتنې ترسره شي.
سرپرست وزیر په مکه معظمه او مدینې منوره کې د حاجیانو لپاره د اوسېدنې ځایونو، خوراک او ترانسپورت له اسانتیاو هم خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې د حاجیانو لومړۍ الوتنه به د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره شي.
باید وویل شي چې سږکال د هر حاجي لپاره ۳۴۰ زره افغانۍ لګښت په پام کې نیول شوی دی.